د تېزابونو نومول: تېزابونه مرکبات دي چې په جوړښت کې د بدلېدونکي هایدروجن اتومونه لري. تېزابونه د اکسیجن د شتون یا نشتون پر اساس په دوه ډوله وېشل شوي دي:
تېزابونه پرته له اکسیجن: دا ډول تېزابونه د هایدروجن او یو غیر فلز له ترکیب څخه جوړ شوي دي، چې ورته دوه عنصري تېزابونه هم ویل کیږي.
د دې ډول تېزابونو نومولو لپاره دوه لارې شتون لري:
Hydrogen + Anoin + ide
بعضی هایدروجن لرونکي تیزابونه :
HCl Hydrogen Chloride هایدروجن کلوراید
HBr Hydrogen Bromide هایدروجن بروماید
HF Hydrogen Fluoride هایدروجن فلوراید
H2S Hydrogen Sulfide هایدروجن سلفاید
Hydo + Anion + ic + acid
د بېلګې په توګه:
هایدروکلوریک اسید (HCl) Hydro Chloric acid
هایدرو برومیک اسید (HBr) Hydro Bromic acid
هایدرو فلوریک اسید (HF) Hydro Fluoric acid
د اکسیجن لرونکو تېزابونو نومول
په دې ډول تېزابونو کې یو غیر فلز د مرکزي عنصر په توګه شامل دی چې په نومولو او کیمیاوي تعاملاتو کې مهم رول لري.
د دې ډول تېزابونو د نومولو لپاره دوه قاعدې شتون لري:
ic + acid + مرکزي عنصر نمبر
د بېلګې په توګه:
سلفوریک اسید (H2PO4) Sulfuric acid
نایتریک اسید (HNO3) Nitric acid
فاسفوریک اسید (H3PO4) Phosphoric acid
په سلفوریک اسید کې مرکزي عنصر سلفر دی، چې د اکسیدیشن نمبر یې (+6) دی او په دوراني جدول کې په شپږم ګروپ کې ځای لري.
همدارنګه، په نایتریک اسید او فاسفوریک اسید کې مرکزي عناصر په ترتیب سره نایتروجن او فاسفورس دي، چې دواړه عناصر په پنځم ګروپ کې موقعیت لري او په ترکیب کې یې اکسیدیشن نمبر (+5) دی.
ous + acid + د مرکزي عنصر نوم
د ځینو اکسیجن لرونکو تیزابونو نوم ایښودنه، چې اکسیدیشن نمبر یې د ګروپ نمبر څخه دوه واحده کم دی، په لاندې ډول ده:
سلفورس اسید (H2SO3) Sulfureous acid
نایټرس اسید (HNO2) Nitrous acid
فاسفورس اسید (H3PO3) Phosphorous acid
په سلفورس اسید کې د سلفر اکسیدیشن نمبر (+4) دی، او په نایټروس او فاسفورس اسید کې د نایتروجن او فاسفورس اکسیدیشن نمبر (+3) دی.
یادونه: هغه تیزابونه چې په ترکیب کې یو هایدروجن اټم لري، لکه HCl, HCN, HNO₃، د مونوبیزیک په نوم یادېږي. هغه تیزابونه چې دوه هایدروجن اټومونه لري، لکه: H2S, H2SO4 ,H2CO3 د ډای بیزیک په نوم او هغه تیزابونه چې درې هایدروجن اټومونه لري، د ټرای بیزیک په نوم یادېږي، لکه H3CO3, H3AsO4 .
د القلیونو نوم ایښودنه:
د القلیونو نوم ایښودنه ساده ده او په لاندې دوو حالاتو وېشل کېږي:
لاندې د ځینو القلیونو نوم ایښودنه ورکړل شوې ده:
د بېلګې په توګه، فلز اوسپنه دوه ډول قلوي ترکیبات جوړوي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
د اکسیدیشن نمبر (+3) سره د اوسپنې هایدروکساید “فیریک هایدروکساید” او د اکسیدیشن نمبر (+2) سره “فیرس هایدروکساید” په نوم یادېږي.