pH (Power of Hydrogen)
pH په حقیقت کې د هایدرونیم آیونونو غلظت منفي لوگاریتم دی چې د ډنمارکي کیمیاپوه سورن سورنسن (Soren Sorensen) لخوا وړاندیز شوی و.
pH = Log-|H3O+|
[H3O+] = 10-pH
د pH مقیاس د محلولونو د اسیدي او القلي خاصیتونو درجهبندي او پېژندلو لپاره کارول کېږي. دا مقیاس له 0 تر 14 پورې درجهبندي شوې ده. د دې مقیاس د ټاکلو دلیل دا دی چې په اوبو کې د هایدروجن آیون غلظت د 1 مولار (1M ) څخه تر 14–10 مولار پورې وي، او په ځینو محلولونو کې د هایدروجن آیون غلظت له دې نه کم یا زیات هم وي.
که چېرې pH له 7 څخه لوی وي، نو محلول القلي دی، یعنې د هایدروکسیل آیون غلظت د هایدرونیم له آیون څخه زیات دی.
که چېرې pH له 7 څخه کم وي، نو محلول اسیدي دی، یعنې د هایدرونیم آیون غلظت د هایدروکسیل له آیون څخه زیات دی.
که pH د 7 سره برابر وي، نو محلول خنثی دی، چې دا معنی لري چې د هایدروکسیل او هایدرونیم آیون غلظت سره برابر دي.
څومره چې د pH قیمت د 7 سره نږدې وي، هومره د اسیدي او القلي خاصیت کمزوری وي.
لاندې انځور د pH مقیاس د مختلفو تیزابي، القلي او خنثی چاپېریالونو لپاره ښيي.
در لاندی جدول کې، pH د ځینې موادو لپاره ښودل شوې ده.
په لاندې انځور کې د pH اندازه د ځینو موادو او خوراکي توکو لپاره ښودل شوې، چې په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ کېږو.
مقیاس pOH (Power of Hydroxide)
pOH د هایدروکسیل آیون غلظت منفي لوگاریتم دی چې د لاندې معادلې سره سم تعریف شوی دی:
pOH= log- (OH)
[–OH]=10-pOH
د اوبو د خپلسرې آینیزیشن معادلې څخه موږ د pH او pOH ترمنځ رابطه ترلاسه کولی شو:
[+H3O][–OH] = 1.0 x 10-14
pH + pOH = 14 = pH + pOH = 14
pOH =14 – pH
په pOH = 0 کې محلول قوی القلي وي، (–OH) آیون غلظت زیات وي.
که چېرې pOH = 7 وي، نو محلول خنثی دی.
که pOH = 14 وي، نو محلول تیزابي دی، یعنې د هایدروکسیل آیون غلظت کم دی.
په لاندې انځور کې pOH اندازه ښودل شوی دی.
pH متر (pH-meter)
pH متر هغه وسیله ده چې د محلولونو یا موادو د تیزابي او القلي خاصیت اندازه کولو لپاره کارول کېږي. دا وسیله د حس ګرو (الکترودونو) په مرسته د محلول غلظت په یوه ډیجیټلي صفحه کې ښکاره کوي. حس ګرو په محلول کې ننویستل شي، او د pH اندازه په صفحه کې ښکاره کېږي.
په لاندی انځور کې د pH متر دوه ډوله په نښه شوی دي.