د هوا ککړتیا د مختلفو خلکو لپاره مختلفي معنی لري. په دې ډول چې عام خلک د تنفسي سیسټم اختلال، د لید کمښت ، د سترګو خارښت، یا هغه دوړې چې په وسایلو ناست وي ککړتیا ګڼي. مګر د بزګر لپاره دا مفهوم یقینا توپیر لري، هغه عوامل چې نباتاتو، څارویو او کرنیزو محصولاتو ته زیان رسوي ککړتیا ګڼلې. په هوا کې د هر ډول اضافي مرکباتو شتون، چې د ژوندیو موجوداتو روغتیا او حفظ الصحه له خطر سره مخامخ کوي، د هوا ککړتیا ګڼل کیږي. د طبیعي اورګانیزمونو سربیره، د هوا ککړتیا د مصنوعي موادو څخه جوړ شوي شیانو، ودانیو او د خلکو ملکیتونو ته هم زیان رسوي او د چاپیریال طبیعي توازن ګډوډوي.
په پخوانیو وختونو کې د خلکو اندیښنې یوازې د ډوډۍ او اوبو برابرولو په اړه وې، مګر نن ورځ د بریښنا د زیاتوالي او همدارنګه د صنعتي فعالیتونو په ډیریدو سره، د موټرو په شمیر کې بې ساري وده او همدارنګه د ښار د اوسیدونکو په شمیر کې زیاتوالی، د سالمې هوا درلودل هم په دې اندیښنو کې اضافه شوي دي. د بېلګې په توګه په ښاري سیمو کې د هوا ککړتیا هم د انسان د ژوند د صنعتي کېدو پایله ده، چې شاوخوا درې سوه کاله وړاندې پیل شوې او ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده، چې د ککړې هوا ښه بېلګه کېدای شي په ژمي کې د کابل ښار یا نور لوی ښارونه هوا اوسې چې تاسو يې پخپله شاهدان یاست.
د هرې سیمې د هوا ککړتیا له بلې سیمې سره توپیر لري او په لاملونو پورې اړه لري لکه: د ابو او هوا ډول، صنعتي فعالیتونه، کرنه، د غرونو شتون او داسې نور. په ځینو مواردو کې په انسانانو او چاپېریال د هوا د ککړتیا ناوړه اغېزې ورو او تدریجي وي، چې په دې حالت کې ورته کم پام کېږي او ډېری خلک یې جدي نه ګڼي، او کله چې وضعیت حاد او عاجل شي، دا موضوع په نظر کې نیول کېږي. دا نتیجه اخیستل کیدی شي چې د هوا د ککړتیا بحران تدریجي دی او پایلې یې په اوږد مهاله موده کې ښکاره کېږې
د هوا د ککړتیا ځینې سرچینې په لاندې ډول دي:
د ډیری نورو عواملو په څیر، د هوا ککړتیا سرچینې هم په دوو برخو انسانې او طبيعي ویشل شوي: خلګ نن ورځ، د خپلو علمي او غیر علمي فعالیتونو سره د هوا ککړتیا د زیاتوالي لامل کیږي. د هوا تر ټولو مهم ککړونکي لوګی، ګازونه، دوړې، زیان رسونکي کیمیاوي توکي، راډیو اکټیو مواد یا کومه بله هره ماده چې هوا ته خپریږي شامل دي. دا ککړونکي په هوا کې د نایتروجن او کاربن، سلفر اکسایډ، کاربن اکسایډ، معلق مایع او جامد ذراتو په بڼه شتون لري. مختلف ماشینونه هوا ککړوي، په ځانګړې توګه ډیزلي ماشینونه، کوم چې د پطرولې ماشینونو څخه ډیر زیان رسونکي ګازونه هوا ته خپروي.
په نورمال ډول، د اتموسفیر په لومړنۍ طبقه (ټروپوسفیر) کې، د هوا تودوخه د ځمکې له سطحې څخه په لوړيدلو سره کمیږي. له همدې امله، په نورمال شرایطو کې، د ځمکې سطح ته نږدې هوا د پورتنیو طبقو په پرتله ګرمه او سپکه ده او په اسانۍ سره پورته کیدی شي. مګر د کال په سړو میاشتو کې وضعیت برعکس دی، په دې سړه او درنه موسمي شرایطو کې د ځمکې سره نږدې وي او د ګرمې هوا طبقه یې په سر کې ځاى نيسي. په داسې حالت کې، د هوا پورته حرکت او بې ځایه کیدل نه پیښیږي او د ککړتیا د زیاتوالي لامل کیږي.
تنفس کول او د انسان ژوند په مستقیم ډول د هوا کیفیت سره اړيکه لري لکه څنګه چې د هوا شرایط ورځ په ورځ او حتی ساعت په ساعت بدليږي د هوا کیفیت هم بدليږي. لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، د هوا ککړتیا د انسان ژوند او نور ژوندي موجودات په بیلابیلو لارو اغیزمن کوي. د هغې تر ټولو مهم شکل د انسان روغتیا ته ګواښ او د تنفسي او زړه د مختلفو ناروغیو پيدا کول دې. تیزابي باران د هوا د ککړتیا بله پایله ده. تیزابي باران هر ډول اورښت ته اشاره کوي، لکه واوره، ږلۍ، یا حتی کثافات چې د نایټروجن او سلفر اکسایډونه په کې موجود وي د دې ککړتیا اصلي لامل په مختلفو صنعتونو، ټرانسپورټ او فابریکو کې د فوسیل تیلو مصرف دی د باران د تیزابیت مقدار کې د چټک زیاتوالي لامل کیږي. دا تیزابي بارانونه انسانانو او نورو ژوندیو شیانو ته زیان رسوي، د کرنیزو ځمکو تولید کموي او داسې نور، دا ټول د هوا د ککړتیا له امله د موسم د بدلون لامل کيږي.
څنګه په عملي ډول په هغه چاپیریال کې د هوا ککړتیا وګورو چې موږ پکې ژوند کوو؟ د عملي تجربې د لیدلو لپاره دا ویډیو وګورئ.