د هوا فشار
هغه ځواک (قوه) چې په هر واحد د ساحې کې پلي شې د فشار په نوم یادیږي چي په p حرف باندي ښودل کیږي.
د هوا فشار هغه فشار دی چې د هوا د جوړونکو ذراتو لخوا په يو جسم باندې ترسره کیږي. یا د هوا فشار هغه ځواک (قوه) دی چې هوا د ځمکې د سطحې په هر واحد يې واردوي. دا فشار د سمندرونه په سطحه په هر مربع سانتي متر کې د یو کیلوګرام په توګه عمل کوي.
د هوا فشار په انځور کې ښودل شوی.
د ځمکې د یو مربع متر په سطحه د هوا د کتلې ستون ۱۰۰۰۰ لس زره کیلوګرامه دی.
د هوا فشار د بارومیټر په نوم د یوې وسیلې په واسطه اندازه کیږي.
د هوا د فشار اندازه کولو واحد ملی بار یا هیکټوپاسکل دی، او یو ملی بار د یو مربع سانتي مترو په ساحه کې د ۱۰۰۰ډاین ځواک سره مساوي دی.
څومره چي د ځمکې سطحي څخه ارتفاع لوړيږې، د هوا فشار کمیږي ځکه چې د هوا د مالیکولونو نژدېوالي يا تراکم کمیږي او د ذراتو ترمنځ ټکر کمیږي. په عموم کې، د ځمکې څخه تر ۱۵۰۰ مترو پورې، د هر ۱۰۰ مترو لوړوالي باندى، د هوا فشار شاوخوا 12 هیکټوپاسکال کمیږي.
د هوا د فشار او نورو فشارونو اندازه کولو لپاره یو له عام واحدونو څخه د اټومسفیر واحد دی. د اټومسفير او نورور اندازه کونکو فشارونو واحدونو تر منځ ارتباط په لاندي ډول دې.
هوا د فشار شتون څنګه وښيو او ثابت کړو؟
په لاندې ویډیوګانو کې د هوا د فشار اړوند عملي تجربې وګورئ!
لومړۍ ویډیو: په دې ویډیو کې د يو کاغذ، ګيلاس او اوبو په کارولو سره د هوا فشار تجربه شوي دې
دویمه ویډیو: په دې ویډیو کې د هوا د فشار شتون په عملي توګه د يو پوکاڼې، یو پلاستيکي بوتل او شمعې په کارولو سره تجربه شوي دې.
د هوا انبساط او انقباض
انبساط او انقباض عمليه په موادو کې دوه مهم فزیکي پدیدې دي چې د حرارت درجې بدلون سره مواد دا بدلونونه ښیې. کله چې د تودوخې يا حرارت درجه لوړيږي د اجسامو جوړونکې ذرات (اټومونه، مالیکولونه، آئنونه) ډیره انرژي جذبوي او دا د دې سبب کیږي چې د ذراتو متحرکه انرژي زیاته شي او د دوی حرکت زیات شي. د متحرک انرژی په زیاتوالي او د ذراتو په حرکت سره، د موادو جوړونکو ذراتو ترمنځ فاصله زیاتیږي، چې د جسم د حجم د زیاتوالي لامل کیږي، او دې بدلون ته انبساط ویل کیږي. یا په لنډه توګه، د جسم حجم غټيدل او د حرارت درجې لوړيدل ته انبساط ویل کیږي.
د بالونونو الوتنه د هوا د انبساط عمليې په کارولو، د حرارت په واسطه د انبساط د عمليې یوه ښه بیلګه ده.
برعكس په يو جسم كې د حرارت درجې په كمېدو سره د اجسامو جوړونکې ذرې خپله انرژي له لاسه وركوي، د ذرو حركت كمېږي او د ذرو تر منځ داخلي د جذب قوه زياتېږي، يا په بل عبارت د ذرو تر منځ واټن کمیږي چې دا بدلون د جسم د حجم کمښت لامل کيږي او دې بدلون ته انقباض ویل کیږي ، یا په لنډه توګه د تودوخې له کمیدو سره د جسم حجم کمیدو ته انقباض ویل کیږي.
هوا، د طبیعت د جوړښت د یوې اړینې برخې په توګه، چې د ګاز په حالت کې ده، په اسانۍ سره د تودوخې د بدلونونو سره د انبساط او انقباض عمليه ښکاره کوي، او د دې بدلونونو یوه ښه بیلګه د بادونو جوړښت دی. د باد په جوړیدو کې، سړه منقبض شوي هوا د لوړ فشار سره د تودي انبساط شوي هوا ځای نیسي چې د ټیټ فشار لري او دا د هوا د حرکت لامل کیږي.
موږ د ژمي په موسم کې د کوټې د کړکۍ یا دروازې په خلاصولو سره د ګرمې او سړې هوا د حرکت یوه ښه بیلګه لیدلی شو، ځکه چې سړه هوا چې په انقباض شوي حالت کې وي او لوړ فشار لري، د کړکۍ یا دروازې لاندې څخه خونې ته ننوځي. او ګرمه هوا چې د انبساط په حالت کې ده او ټیټ فشار لري د کړکۍ یا دروازې له پورتنۍ برخې څخه وځي.
په لاندې ویډیو کې په هوا کې د انبساط او انقباض عمليو په اړه عملي تجربې (دا تجربې په ګازونو کې د انبساط او انقباض عمليو لپاره ښه بیلګه کیدی شي) ترسره شوې ، چې هدف یې د ذکر شوي مواردو په عملي ډول تشریح کول دي.
لومړۍ ویډیو: د پلاستیکي بوتل، پوکاڼې، ګرمو اوبو او سړو اوبو په کارولو سره په هوا کې د انبساط او انقباض عمليو عملي تجربه.
دویمه ویډیو: د هګۍ او شیشې بوتل په کارولو سره په عملي ډول په هوا کې د انبساط او انقباض عمليې تشریح کوي.