د هوا شتون او اهمیت
څنګه چي په تعریف کې ویل شوي چې هوا د اجزاوو پر بنسټ د مختلفو ګازونو ترکیب دی، نو ښکاره ثبوت دی چې ماده ده، خو په عملي توګه د هوا او د هغې د موجودیت د ثابتولو لپاره دا یقیني ده چې عملي تجربو ته اړتیا ده، په ځانګړې توګه زده کونکو لپاره عملآ روښانه شي چې هوا ماده دی.
د باد جریان، د ګرمې کوټې څخه په ژمي موسم کې، د سړې هوا راتلل او ګرمې هوا وتل، د توپ او د موټر د ټایرونو د کتلې او وزن زیاتېدل د هوا ورکولو څخه وروسته د هوا د شتون ښې بېلګې دي چې هره ورځ ورسره مخ کېږو.
په دې ویډیو کې، د هوا د شتون په اړه دوه عملي تجربې کار شوي دې:
ایا هوا کتله او وزن لري؟
ځواب هو دی، ځکه چې هوا له مختلفو ګازونو جوړه ده، نو کتله او وزن لري، چي په مخکینۍ ویډیو کې د هوا شتون ثابتېږې، چي هوا شتون لري او ماده ده.
په دې ویډیو کې تجربه ښایی چې هوا کتله او وزن لري.
د هوا اهمیت
په خلاصه ډٶل، زموږ او د طبيعت ځینې مهمې اړتیاوې هوا ته چې موږ پکښې ژوند کوو، په لاندې ډول لیست کړو:
انسانان یا کوم بل ژوندی موجودات د څو ورځو لپاره پرته له خوړو او اوبو ژوندی پاتې کیدای شی، په داسې حال کې چې دوی د هوا پرته د څو دقیقو څخه زیات ژوند نشی کولی. په هوا کې اکسیجن د ژوندیو موجوداتو لپاره د طبیعت وړیا ډالۍ ده چې دوی د تنفس لپاره کاروي ترڅو د دوی د بقا لپاره انرژي تولید کړي. د هوا اهمیت یوازې د ژوندیو موجوداتو په تنفس کولو پورې محدود نه دی، بلکې هوا د لمر له خطرناکو وړانګو څخه د ځمکې او د ځمکې د مخلوقاتو په ساتنه کې هم مهم او بنسټیز رول لوبوي. د اوزون طبقه د الټرا وایلیټ شعاعو د فلټر په توګه کار کوي چې د ځمکې په اړخ يا طرف د لمر وړانګو لخوا لارښود کیږي، ترڅو په ژوندی موجوداتو مستقیم اغیز کم کړي او د ژوند دوام لامل شي. د هوا یو بل مهم اړخ د سوځولو موادو د احتراق په پروسه کې د هغې رول دی چې انسانان یې د تودوخې تولید لپاره کاروي. په هوا کې اکسیجن د سوځولو موادو سره یوځای کیږي او د هغې د احتراق لامل کیږي.
د بېلګې په توګه: زموږ په ورځني ژوند کې د ډبرو سکرو، لرګيو، تېلو او ګازو سوځول د خوراکي توکو د پخولو، د ماشينونو حرکت او د فلزاتو ويلي کولو لپاره په صنعت کې کارول کېږي.
په دې ویډیو کې د موادو د احتراق په بهیر کې د هوا رول بیان شوی دی.