حیواني حجره (Animal cell)
د حیواناتو ساختماني او کاري واحد دې. حیواني حجره په یوکاریوتا حجرو شاملیږي چې حجروي دیوال نلري او د حجروي پردې په واسطه چاپیره شوې.
په ورکړل شوي شکل کې د حیواني حجرې نمونه او د هغې ټولې منځنۍ برخې تشریح شوي.
لومړۍ ویډیو: په دې ویډیو کې د حیواني حجرې د موډل جوړول ښایي ، د ساده موادو چې په آسانۍ په لاسرس کې دي په کارولو یې دهغې د جوړولو طریقه په عملي ډول تشریح شوې ده
ډیرۍ ارګانیلونه د حیواني او نباتي حجرې تر منځ یوشان دي چې د نباتي حجرې په درس کې تشریح شوي چې دلته یواځې سنټروزوم او مایکروټیوبولونه چې په نباتي حجرې کې نشته تشریح شوي.
سنټروزوم (Centrosome)
کوچنۍ څیز دې چې هستې ته نږدې ځای لري. د یو متراکم مرکز او د ستوري په څیرځلیدونکي نلونه لري. سنټروزوم هغه ځای دې چې مایکروټیوبولونه پکې جوړیږي. د سنټریول پر مخ د کوچنۍ دانې د سنټروزوم په نوم شتون لري چې په حجروي ویش (مایتوز) کې سنټروزوم په دوه برخو ویشل کیږي.سنټریول (Centriole)
د استوانې په شان شکل لري چې له مایکروټیوبولونو څخه جوړ شوي او د دوه سنټریول د مور او لور سنټریول چې په عمود ډول یودبل سره یوځای شوي وي سنټروزوم جوړیږي، سنټریولونه په عمومي ډول په یوکاریوتا حجراتو کې پیدا کیږي. سنټریول په حجروي ویش او په مختلفو حجرو کې کوچنۍ بټو (مژه ګکها) په جوړیدو کې یعني د حجراتو په حرکت کې رول لري.
سنټریول د حجراتو په ویش کې په مستقیم ډول د هغو په دوه چنده کیدو پورې اړه لري، او کوچني باڼه چې د مختلفو حجراتو د حرکت لپاره او همدارنګه د حجراتو تر منځ د سیګنالونو د تر لاسه کولو او لیږدولو کې رول لري.
کوچني باڼه د اکسونم په نامه د مایکروتیولونو څخه جوړ شوي او په دوه ډوله دي.
د حیواني او نباتي حجرو پرتله (مقایسه) کول
(Comparison of plant and animal cells)
ددې سره چې د حیواني او نباتي حجرو ډیرۍ برخې یو شان دي خو د هغوی ځیني توپیرونه شته چې په لاندې ډول توضیح کیږي:
په لاندنې انځور کې د نباتي او حیواني حجرو ورته والې او توپیرونه پرتله شوي دي:
دوهمه ویډیو: په دې ویډیو کې د نباتي او حیواني حجرو تر منځ ورته والې او توپیرونه تشریح شوي.
دریمه ويډیو: په دې ویډیو کې د انسان د سر د ویښتو نه سلایډ جوړول او د هغې څیړنه د مایکروسکوپ د لاندې مطالعه شوې.