حجره د ژوندي موجوداتو ساختماني او کاري واحد دې د حجرې کلمه لاتین کلمه ده چې د تشې فضا یا د سوري معنا ورکوي.
حجره په لومړي ځل د رابرت هوك (Robert Hook) په واسطه په 1665م کال کې کشف شوه او هغې د حجرې یا cell کلمه وکاروله، رابرټ هوک د مړ شوی کارک د حجرې د دیوال نسج یې ولید چې د هغې ټول منځني محتویات له منځه تللي مګر کومه اصطلاح چې هغې وکاروله تر اوسه رواج لري. نن ورځ د حجرې کلمه د هغې ټول منځنۍ اجزاوی پکی شاملوي. د حجرې د کشف نه د یو قرن نه ډیر وخت تیریږي مګر یواځې د الکټرونیک مایکروسکوپ د کشف نه وروسته د حجرې اجزا او د هغو دنده څرګنده شوه.
لاندنې انځور د رابرټ هوک د مایکروسکوپ ښوونکې دې:
په 1835م کال کې فلکس دوچاردین ژوندۍ حجره د مایکروسکوپ د لاندی وکتله. درې کاله وروسته آلماني نبات پیژندونکې د شلایډن په نوم نباتي انساج یې د مایکروسکوپ د لاندې وکتل او نظر یې ورکړ چې نباتات د حجرې نه جوړ شوي دي.
آلماني تیودوشن په 1839م کال کې حیواني انساج د مایکرو سکوپ په مرسته وکتل او نظریه یې ورکړه چې حیوانات هم له حجرې څخه جوړ شوي دي.
والټر فلمنګ په 1880م کال کې د حجرو ویش یې وکتو او ویې ویل چې هره نوې حجره له مخکنۍ حجرې څخه رامنځ ته کیږي د هغې د حجروي څیړنو په پای کې حجروي نظریه رامنځ ته شوه.
د حجرې تیوري یا نظریه (Cell Theory)
د حجرې نظریه لاندني ټکي لري
کوم موجودات چې له یوې حجرې څخه جوړ شوي دي د یو حجروي (Unicellular) او کوم چې له څو حجرو څخه جوړ شوي د کثیرالحجروي (Multicellular) په نوم یادیږي.
که څه هم حجره د ژوندیو موجوداتو بنسټیز واحد دی، ټول حجرې د شکل، اندازې او دندو له مخې یو له بل سره توپیر لري. داسې حجرې شتون لري چې ګردي، مکعب، سلنډر، څو ګوني او ستوري په څیر شکل لري. د اندازې له مخې، ځینې یې خورا کوچني دي، لکه امیبا او باکتریاوې، مګر ځینې یې لوی دي، د بیلګې په توګه، عصبي حجره یا هګۍ، چې یو واحد حجره ده.
پروکاریوتا (Prokaryote)
له دوه کلمو څخه جوړ شوی پرو (Pro) د لومړنۍ او کاریون (Karyon) د هستې په معنا ده ، د دې موجوداتو په حجراتو کې هسته نه وي او مایتوکاندریا او ګلجي اجسام هم پکې نه لیدل کیږي دوی رایبوزوم او یو کروموزوم لري.
یوکاریوتا (Eukaryote)
یو (Eu) د رښتني او کاریون (Karyon) د هستې په معنا دې دا موجودات رښتنې هسته لري د هستوي پرده یا غشا لرونکي دي او د هغوی کروموزوم له کروماتین څخه جوړ شوي.