نباتي حجره د نبات د بدن د جوړولو اصلي واحد دې. نباتي حجره د یوکاریوت د حجرو څخه ده چې د هغې حجرات رښتنې هسته او هستوي پرده لري.
نباتي حجره څو ضلعي شکل لري چې د منظمه قطارونو په شکل دې. سر بیره ددې نباتي حجره یو څه کلک سلولوزي دیوال لري چې د حجرې شکل ثابت ساتي او د حجرې د دیوال په نوم یادیږي.لومړۍ ویډیو : په دې ويډیو کې د نبات د حجرې ماډل جوړ شوې چې ددې ښوونکې دې چې څرنګه کولای شو چې د ساده او د لاسرس وړ موادو څخه د نباتي حجرې ماډل جوړ کړو.
په عمومي ډول نباتي حجرې ددې برخو لرونکي دي :
د حجرې پرده (Cell Membrane)
د حجرې پرده چې د پلازما د پردې په نوم هم یادېږي د حجره شاوخوا یی احاطه کړی. د (Semi Permeability) نیمه نفوذ وړ خاصیت لرونکې دې چې اوبه، اکسیجن او خوراکي مواد حجرې ته رسوي او اضافي مواد لکه کاربن دای اکساید د پلازما د پردې څخه تیروي او اوباسي یې او هم د خپلې خرابې شوې برخو د بیرته جوړلو خاصیت هم لري.د حجرې دیوال (Cell Wall)
نباتي حجرې د یو ضخیم او کلک دیوال لرونکي دي او ډیرۍ د (څو قیمته قند) سلولوز دیوال څخه جوړ شوي چې حجرې ته ثابت شکل ورکوي. دې دیوال د حجرې شاوخوا یی چاپیر کړی او حجرې ته د میکروبونو د ننوتو مخ نیوې کوي. د حجرې د دیوال ضخامت د حجرو د نسج د ډولونو له مخې توپیر لري. په حیواني حجرو کې د حجرې دیوال شتون نلري په نباتي حجرو کې د حجرې دیوال د لرګي په شکل بدلیږي.
شفافه نیمه مایع ماده ده چې د هستې په بهرنۍ برخه کې ځای لري د هغې اصلي ترکیب عضوي او غیر عضوي مواد دي د هغې عضوي مواد عبارت دي له پروټین ، غوړ(شحم) او کاربوهایډریټ څخه او غیر عضوي مواد یې اوبه او مالګې دي.
د ځینو رشتو او پروټیني تیوبونو یوه شبکه د سایتوپلازم سر تر سره شتون لري چې د یو بل سره نښلي او د حجرې سکلیټ جوړوي، ډیرۍ اورګانیلونه د سایټو پلازم په مایع کې په معلقه توګه شتون لري چې د سایټوزول Cytosol په نوم یادیږي.
اورګانیلونه یا کوچني غړي چې د سایټوپلازم په منځ کې دي په لاندې ډول دي:
هسته (Nucleus)
یو ګرد څیز چې د حجرې په منځ کې ځای لري ،هسته د حجرې ټول بیولوژیک فعالیتونه کنټرولوي او د ارثي خواصو په لیږد کې خاص رول لري
هسته ګوټې (Nucleolus)
کوچنې او ګرد شکل لري معمولا د هستې په یوی خوا کې ځای لري او د پروټین په جوړولو کې خاص رول لري او همدارنګه د RNAذخیره ځای (زیرمتون) دې.
کوچنۍ دانې دي چې له RNA او رایبوزوم څخه جوړ شوي ،رایبوزوم په سایتوپلازم کې په خپلواک ډول یا د اندوپلازمیک ریتیکولوم شبکې سره په نښتي ډول پیدا کیږي.مایتوکاندریا ( Mitochondria)
هغه اورګانیل دې چې په سایتوپلازم کې په معلق ډول دې او د میلې یا رشتې په څیر وي ،په دننه او بهر کې پرده لري. د مایتوکاندریا د دننه برخې چینونه د کریستای Cristae په نوم یادیږي. د مایتوکاندریا په دنده د حجرې د تنفس مرکز او د انرژي د تولید د یو ډول ماشین په توګه ده.
هوار شکل لري څو پوړیزه (لایه غوندی) او د کڅوړې غوندې دې، هستې ته نږدې ځای پر ځای دې د پروټین د بسته بندۍ د ماشین په توګه دنده تر سره کوي او همدارنګه د حجرې د ترشح په فعالیتونو کې او د خوږو په جوړولو کې برخه لري.واکیولونه (Vacuoles)
په نباتي او حیواني حجرو کې یو تش ځای لیدل کیږي چې د واکیول په نوم یادیږي. په حیواني حجرو کې کوچنۍ مګر په نباتي حجرو کې غټ وي ، واکیولونه په یو پوښ یا پردې پوښل شوي دي چې په هغې کې د واکیول شیره ځای لري. واکیولونه یو ډول مایع لري چې په یاده شوې مایع کې اوبه ، مالګه او خوراکي مواد شتون لري.
اندوپلازمیک ریتیکولومER (Endoplasmic Reticulum)
د ټیوبونو د شبکې په شان جوړښت لري. پر سر یې د رایبوزوم کوچنۍ دانې دي ، د دانو والا د دانې لرونکی اندوپلازمیک ریتیکولوم یا د granularاو بل ډول یې د صاف یا agranular په نوم یادیږي. اندوپلازمیک ریتیکولوم د پروټین په ترشح او جوړولو کې رول لرياو همدارنګه برسیره ددې په بدن کې زهري درمل بې زیانه کوي.لیزوزوم (Lysosome)
په عمومي ډول په حیواني حجرو کې لیدل کیږي. ګرد شکل لري اود هضمي انزایمونو لرونکې دې، په دې ځای کې د حجرې خوراکي مواد هضمیږي ، هرکله د هغې پرده غوڅه شي د انزایم د سایتوپلازم د خرابیدو لامل ګرځي.
ګرد شکل یا د هګۍ په ډول د سایتوپلازمیک جوړښتونولرونکې دې، یواځې په نباتي حجروکې لیدل کیږي په حیواني حجرو او فنجي ګانو کې نشته.
پلاستیډونه درنګ لرونکو موادو (Pigments) د دندې له پلوه په دری ډوله دي.
کلوروپلاست (Chloroplast)
شنه کلوروفیل لرونکي پلاستیدونه دي چې په ضیایي ترکیب کې برخه اخلي د خوړو د جوړولو اود موادو د ترکیب دنده ترسره کوي.
رنګ لرونکي پلاسټیډونه دي چې کلوروفیل نلري مګر نور رنګ لرونکې دانې لکه ژی، نارنجي، سور او کاروتینوئید (Carotenoid) لري چې په میوو، ګلانو ،نبات او د مني په پاڼو کې شتون لري.لیکوپلاسټ (Leucoplast)
پرته له رنګ پلاستیدونه دي چې معمولا په حجراتو او د ځمکې د لاندې ساقو (تنو) کې پیدا کیږي دا پلاستیدونه نشایسته او پروټین زیرمه کوي. لیکوپلاست یوډول انزایم لري چې ګلوکوز په نشایسته بدلوي او کوم پلاستیدونه چې نشایسته لري د امیلوپلاست (Amyloplast) په نوم یادیږي. پلاستید کولای شي ځان یو حالت نه بل حالت ته بدل کړي د مثال په توګه د نباتاتو شنې پاڼې په مني کې ژیړیږيپه دې بدلون کې کلوروپلاست په کروموپلاست بدلیږي.
دوهمه ویډیو:په دې ویډیو کې د نباتي حجرې سلاید جوړول او د هغې د مایکروسکوپ د لاندې څیړل تشریح شوی ده ،د څیړنې نمونه د پیاز حجرات دي.