په سیمینارونو او روزنېزو برنامو کې ډیری وختونه له ښوونکو اوریدل شوي چې دوی د زده کوونکو روزنیزو موضوعاتو ته بسنده وخت نه لري، یوازې درسونه ورته تشریح کولای شي او دا د مور او پلار دنده ده چې د خپلو ماشومانو د روزنې موضوع ته پام وکړي، په داسې حال کې چې د “ښوونه” او “روزنه” کلمې تل یوځای کارول کیږي او د بېلابېلو معانیو درلودلو سره سره دواړه د انسان فکري وده او لوړتیا تشریح کوي. که یو څوک ښه عقلي وده ولري خو سم او مطلوب چلند یې نه وي زده کړی، د ناپوهو انسانانو په ډله کې شمیرل کیږي. هغه څه چې انسان ته ارزښت ورکوي، علم او ادب دی. نا ویلې دې پاتې نه وي، چې ښوونه او روزنه یوازې په افرادو، وخت او ځای پورې محدوده نه ده، بلکې د ټولو لپاره په هر وخت او هر ځای کې شونې ده.
دا دواړه کلمې تل په هر ځای کې یوځای راغلي دي، حتی د الله تعالی (ج) په سپېڅلې کلام کې دا دوه ټکې د تعلیم او تزکیه چې تزکیه یې همغه د نفس تربیه ده، یوځای یاد شوي دي. الله تعالی (ج) پر ځمکه خپل پیغمبران د دوو ماموریتونو لپاره ګمارلي، چې انسانانو ته د ښوونې او هم د هغوی د روزنې ماموریت وو. هر چیرې چې د ښوونې موضوع یادیږي، د روزنې موضوع هم ورسره تړلې ده ځکه دواړه د انسان د بېلابېلو اړخونو د روزنې په اړه کارول کیږي. نو په هېڅ ډول د دې دوو موضوعاتو جلا کول سم نه دي. بیا ولې ښوونځی دې د تربیې ځای نه وي؟ ولې دې ښوونځی د انسان د ودې او لوړتیا په برخه کې رول ونه لري؟ ولې دې ښوونکي زموږ د کوچنیانو لپاره د اخلاقو او حمیده کړنو یوه بېلګه نه وي؟
ښوونکی که د لیدو له پلوه وي او که د خبرو او عمل له پلوه ، پر زده کوونکو خپله اغېزه پرېږدي او هغه کس په ناغوښتلې ډول ترې زده کړه کوي، ښوونکې که غوښتې وی او که، نه، او که زده کوونکي وغواړي او که، نه، د ښوونکي سره له ملګرتیا اغېزمن وی. د ښوونکي اغېزه پر زده کوونکي حتمي ده. په عادي شرایطو کې، اغېزه کول او اغېزمن کېدل حتمي دي. له همدې امله ښوونه او روزنه اوږه په اوږه روان دي.
که یو ښوونکی داسې ګڼي چې اخلاق او ارزښتونه دې باید په کور کې زده شي، هغه د غیر اغېزمن یا خطرناکو ښوونکو په ډله کې راځي. نو ښه ښوونکي باید دې ټکو ته پام وکړي چې دوی هم د زده کوونکو د ښوونې مسوولیت پر غاړه لري او هم یې د روزنې. او که غواړي دا دواړه موضوعات له یو بل څخه جلا کړي، په حقیقت کې له دې لوی انساني مسوولیت او نبوي سنت څخه اوږه خالي کوي. او بالاخره موږ په هېڅ تعلیمي چاپېریال کې د روزنې چاپېریال له ښوونې جلا کولی نشو او ویلی نشو چې تعلیم شته خو تربیه نشته.