یو له هغو مهارتونو چې هر ښوونکی ورته د ټولګي مدیریت لپاره اړتیا لري، له زده کوونکي سره د مثبتې او اغېزناکې اړیکې ټینګولو مهارت دی. د مثبتې اړیکې موخه د دوه اړخیز احترام پر بنسټ رغنده اړیکه ده. نو د داسې اړیکې د ټینګولو لپاره، ښوونکی باید هڅه وکړي چې خپل زده کوونکی له بېلابېلو اړخونو وپیژني؛ لکه: رواني، فزیکي، ټولنیز او اقتصادي اړخونه. ځکه له زده کوونکي سره دا ډول اړیکې ټینګول د هغه د ښې پېژندنې لامل کیږي. د زده کوونکي پېژندنه د زده کړې، د سالمې اړیکې ټینګولو او د ټولګي مدیریت اړوند د ښوونکې لپاره ګټوره ده. شونې نه ده، چې ښوونکی دې یو زده کوونکي په یوه یا دوو ورځو یا یوه اونۍ کې وپېژني، نو باید د ټول تعلیمي کال په اوږدو کې هڅه وکړي چې دا پېژندنه ترلاسه کړي ترڅو له دې لارې وکولای شي د زده کوونکي د زده کړې او چلند ستونزې چې د یادو عواملو تر اغېز لاندې دي، کمې کړي. همدارنګه، د زده کوونکي پېژندنه د هغه له ذهني اړتیا او وړتیا څخه د خبرتیا لامل کیږي او له ښوونکي سره مرسته کوي ترڅو خپل درسي اهداف د زده کوونکی له اړتیا او وړتیا سره سم مشخص کړي. د بېلګې په توګه: که زده کوونکی کمزوری وي، باید ورته متفاوت تمرین یا کار په پام کې ونیول شي، یا هغه زده کوونکي چې ډیر ژر زده کړه کوي، بیل تمرین باید ورته په پام کې ونیول شي ترڅو وکولای شو د هغوی وخت په دغه فعالیت سره ډک او هم د ټولګې زده کړه پر مخ بوځو.
نو، له زده کوونکي سره د اړیکو ټینګول د تدریس یو له خورا مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي. دا اړینه ده چې د هغوی ذهني فعالیتونه او وړتیاوې وپیژندل شي، ترڅو د زده کوونکو د اړتیاوو او استعدادونو سره سم مناسب پروګرامونه غوره شي او د درسي فعالیتونو په چوکاټ کې ځای پرځای شي.
په دې ویډیو کې هم د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ د مثبتې او اغیزمنې اړیکې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
یو درسي ټولګی هغه وخت د ګټور او اغېزناک تدریس لپاره مناسب وي چې په هغه کې د زده کوونکو او ښوونکي ترمنځ د احترام، باور او اړیکې فضا رامنځته شي. درسي ټولګی باید له هر لحاظه د زده کوونکو لپاره په یوه امن او ډاډمن چاپېریال بدل شي ترڅو په آرام ذهن خپل تعلیمي فعالیتونو ته متوجه وي. د ښوونکي او زده کوونکو ترمنځ د متقابل احترام د رامنځته کولو لپاره، ښوونکی باید هڅه وکړي چې د زده کوونکو شخصیت، دین، مذهب، نوم او ټولنیز موقف ته درناوی ولري. د یو ښوونکي لپاره په ټولګي کې د ټولو زده کوونکو د نومونو پېژندل او په نوم یا تخلص یې غږ کول یوه اړینه چاره ده.
ښوونکي باید په خپلو ورکړو ژمنو عمل وکړي، که نه نو د زده کوونکو او ښوونکي ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کیږي. همدارنګه، اړینه ده چې ښوونکي خپل چلند له زده کوونکو سره داسې تنظیم کړي ترڅو دوی په ډاډه زړه وکولای شي له خپلو ښوونکو سره اړیکه ونیسي او په خپلو درسونو کې شته ستونزې حل کړي. په همدې توګه، د زده کوونکو د هڅولو لپاره، ښوونکی باید هغه زده کوونکي وهڅوي چې تمرین یې سم ترسره کړی وي، په ځانګړي توګه کله چې زده کوونکی د خپلو ټولګیوالو پر وړاندې ولاړ وي او یا پر دړه سم ځواب لیکي. په دې کار سره به زده کوونکی د تېروتنې په صورت کې شرم نه احساسوي او د نورو لپاره به هم د دې لامل شي چې له خپلو تېروتنو شرم ونه کړي. په حقیقت کې، زده کړه یا زده کول له هڅو، ناکامیو، بریالیتوبونو او تېروتنو سره مل ده. تېروتنه کول د زده کړې د پړاوونو یوه برخه ده او باید جدي ونه نیول شي او نه باید تنبیه شي، بلکې تېروتنه باید سمه شي ترڅو د زده کوونکي د جرئت د له منځه تللو لامل نه شي.
ښوونکی باید زده کوونکو ته متوجه وي او د هغوی د ټوکو په مقابل کې جدي وي، خو باید د هغوی کمزورۍ هم درک کړي او هغه زده کوونکي چې سم چلند نه لري، باید ورته متوجه وي خو سپکاوی دې یې هم ونه شي. ودې ویل شي: “لاړ شه خپل کار بیا پیل کړه!” “وګوره دا تمرین دې ونه کړ.” د سپکاوي کلمو له ویلو څخه باید ډډه وشي: “ته هېڅ نه پوهېږې”، “اوس هم تېروتنه کوې”، “هېڅکله به بریالی نه شې.” ځکه دا کلمې پر زده کوونکي بده اغېز کوي او د درس لوستلو په برخه کې یې جرئت کمیږي.
په همدې ډول، هېڅکله یو زده کوونکي ته لټ مه وایاست، بلکې داسې ووایاست، د بېلګې په توګه: “تا خپله کورنۍ دنده نه ده کړې” خو ورته ونه وایاست چې احمق دی، یوازې ورته ووایاست چې یوه تېروتنه یې کړې ده. زده کوونکي اړتیا لري چې ښوونکی پرې، پر بریالیتوبونو یې او پر پرمختګونو یې باور ولري. ښوونکی باید زده کوونکی تشویق کړي او ورته جرئت ورکړي.
هغه چلندونه چې زده کوونکي ته ګران پرېوځي، لکه: له سپکاوي یا تاوتریخوالي ډکه سزا، له زده کوونکي د مرستې سپمول او ناعادلانه تورونه. دا چاري یوازې ښوونکي پورې اړه نه لري، بلکې د زده کوونکو ترمنځ هم ورته ستونزې شتون لري. هغه زده کوونکي چې په یو ډول د نورو زده کوونکو په ځورولو او یو بل ته په سپکاوي لاس پورې کوي، باید د ښوونکو او د ښوونځي ادارې پام ځانته راواړوي او د زده کوونکو ترمنځ د راپورته شویو کړکیچونو د حل لپاره باید اداره مداخله وکړي او شته ستونزې په ښه توګه حل کړي. خو یوې نقطې ته باید پام وشي چې هېڅ زده کوونکی په ټولګي کې حتی د نصیحت په پار هم ونه رټل شي، غوره ده چې دا کار په داسې فضا کې وشي چې زده کوونکی د نورو په شتون کې د شرم احساس ونه کړي. ځکه دا کار د دې لامل کیږي چې زده کوونکی له ښوونځي څخه زړه توری شي او همدارنګه په ټولنه کې په یوه بې جرئته خو عقده ای انسان بدل شي.
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، دا خورا اړېنه ده چې ښوونکي د خپلو زده کوونکو نومونه وپیژني. دا کار د لومړنې ښوونځې (اصول صنفي) ښوونکو لپاره اسانه وي ځکه چې دوی د اوږدې مودې لپاره، ځینې وختونه تر دریو کلونو پورې، یوه ټولګې ته تدریس کوي. د هر کال په پیل کې، ښوونکي باید هڅه وکړي چې د خپلو زده کوونکو نومونه او مخونه زده کړي.
ښوونه یوه داسې دنده ده چې په کې ښوونکي د خپلې ځانګړې موضوع د تدریس ترڅنګ باید د ارواپوهنې مسلو سره هم یو څه بلدتیا ولري، په ځانګړي توګه هغه مسایل چې له تدریس سره تړاو لري. د بېلګې په توګه، د ټولګي د رواني حالت کنټرول خورا مهم دی. ښوونکي باید د زده کوونکو له ظاهرې بڼې دهغو احساساتي ښه والی و ارزوي. که یو زده کوونکی په ټولګي کې ناخوښه یا خپه ناست وي، ښوونکی، د یوه ښه او باوري لارښود په توګه، باید په مهربانۍ سره د هغه ستونزه وپوښتي او تر ډیره حده ورته رسیدګي وکړي.
تعلیم او تربیه یو له بل سره تړلې پدېدي دي او د دې دوو مهمو چارو مسوولیت د کورنۍ او ښوونځي پر غاړه دی چیرته چې زده کوونکی زده کړه کوي. مور او پلار هغه ښوونکي دي چې یو ماشوم له زیږون راهېسې ورسره مخ دي. د ژوند له پیل څخه د ماشومانو لپاره د مور او پلار هره کړنه یو درس دی، له همدې امله دوی باید د ماشومانو په شتون کې خپلو کړنو ته پام وکړي. کله چې ماشومان ښوونځي ته شامل شي، ښوونکي باید د ځانګړو درسي موضوعاتو د تدریس ترڅنګ، د زده کوونکو ښوونې ته هم پام وکړي.
په لاندنې ویډیو کې د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړیکو موضوع ته کتنه شوې ده.