د زده کړې یو له خورا مهمو اړخونو څخه یو، له کمزورو زده کوونکو سره چلند دی. له کمزورې زده کوونکي سره د چلند څرنګوالی د هغه د راتلونکي پر جوړښت خورا مهم اغېز لري او اړینه ده چې په دې اړه ګران مور او پلار او درانه ښوونکي همغږي وي.
انګیزه د ښوونکي او مور او پلار د بریالیتوب کونجي ده. دوی باید د کمزورو زده کوونکو په هڅولو کې ډیر وخت مصرف کړي. ځکه کله چې زده کوونکی د درس لوستلو یا خپل کورني کار ترسره کولو ته انګیزه ولري، ډیره شونې ده چې ښه فعالیت ولري. د انګیزې رامنځته کول کولای شي په ټولګي کې بحثونو کې ګډون زیات کړي او زده کوونکي د ازموینو لپاره مطالعې ته وهڅوي. زده کوونکي باید انګیزه ولري ترڅو د زده کړې پروسې څخه خوند واخلي او هغه معلومات چې ورته ښودل کیږي، ښه زده کړي.
کمزوري زده کوونکي په دوو کټګوریو ویشل کیدی شي:
لومړۍ کټګورۍ: هغه زده کوونکي دي چې ښه فکري وړتیاوې لري، خو په خپلو وړتیاوو نه پوهیږي او هڅه کوي چې د کورنیو دندو له ترسره کولو، په درس کې له ګډون او په ټولګي کې له فعالیتونو څخه وتښتي.
دوهمه کټګورۍ: هغه زده کوونکي دي چې د خپلو همزولو په پرتله د زده کړې چټکتیا یې ټیټه وي.
ډیری ښوونکي هوښیار زده کوونکي پر کمزورو زده کوونکو غوره بولي. لاندې د کمزورو زده کوونکو ځینې چلندي ځانګړتیاوې دي:
اړینه ده چې ښوونکي، مخکې له دې چې پر زده کوونکي د “کمزوري” ټاپه ووهي، هغه په بشپړ ډول و ارزوي. ځکه چې د ښوونکي چلند او رویه د زده کوونکي په تعلیمي بهیر مستقیم اغیزه کوي. ښوونکی مکلف دی چې تل د خپلو زده کوونکو ملاتړ وکړي او هغوی ته هغه اړین مهارتونه وروښيي چې په ژوند کې له خنډونو سره د مبارزې لپاره ورته اړتیا لري.
یوه له هغو لارو چارو چې د کمزورو زده کوونکو سره د چلند لپاره شتون لري، د ټولګي چاپیریال د لا زړه راښکونکي کولو لپاره له مختلفو ټکنالوژیو څخه ګټه اخیستل دي. په رښتیا چې په ستړي کوونکو ټولګیو کې د داسې زده کوونکو هڅول ناشوني دي. ښوونکي باید هڅه وکړي چې زده کوونکي د درسي موادو پر لور راجلب کړي. هرڅومره چې زده کوونکي له ټولګي څخه ډیر خوند واخلي، په هماغه اندازه په خپلو تحصیلي دندو کې ډیره علاقه پیدا کوي. د درسي ټولګي د لا زړه راښکونکي کولو لپاره، د بیلګې په توګه: د ساینسي مضامینو د تدریس لپاره باید عملي تجربې ترسره شي. زده کوونکو ته اجازه ورکړئ چې په ټولګي کې د درسي مفاهیمو په اړه بحث وکړي.
د کمزورو زده کوونکو سره د چلند څرنګوالی یو له هغو ننګونو څخه دی چې ښوونکي د خپل تدریسي کلونو په اوږدو کې څو ځله ورسره مخ کیږي. خو یوه له عامو غلطیو څخه د زده کوونکو په نښه کول او له ټولګي څخه یې ایستل دي، دا ناسم چلند ځکه چې د زده کوونکو پر تعلیمي بهیر او راتلونکي باندې د پام وړ اغیزه کوي.
درانه ښوونکي مکلف دي چې د کمزورو زده کوونکو له پیژندنې وروسته، هغوی و ارزوي او د هغوی د کمزورۍ لاملونه ومومي. وروسته له دې چې په درسي بحثونو کې د زده کوونکو د کمزورۍ لامل روښانه شي، ښوونکي باید د مور او پلار سره په ګډه د دې زده کوونکو سره د چلند لپاره د حل لارې چارې ولټوي.
کله چې یو زده کوونکی په ټولګي کې شرارت کوي، په حقیقت کې هغه یوه اړتیا بیانوي او د هغه اړتیا باید په پام کې ونیول شي. د زده کوونکي ځینې مزاحمتونه د دې لامل دي چې شاید په کور کې ستونزې یا اندیښنه ولري او یا ستړی وي، په دې صورت کې شاید یوازې پاملرنې ته اړتیا ولري. دې زده کوونکي ته له ټولګي بهر یا کله چې ټول په خپلو فعالیتونو بوخت وي، باید وخت ورکړل شي او ورسره په مهربانۍ خبرې وشي او د هغه ستونزه وموندل شي او د احتمالي حل لارې په لټه کې شو. د بېلګې په توګه، وپوښتل شي چې ایا خپل کورنی کار یې کړی او که نه. که نه یې وي کړی، لامل یې څه و او یا شاید په کورنۍ کې کومه ځانګړې ستونزه ولري. همدارنګه، د لومړنیو ټولګیو زده کوونکو لپاره د داسې جملو څخه کار اخیستل کیدی شي لکه: “نام خدا څومره ښه دې خپل کالي پاک ساتلي” یا “څومره ښکلې کتابچه” یا “څومره ښه لیک دې دی”، “خوښ یم چې ته زما په ټولګي کې یې” او داسې نور. خو د لوړو ټولګیو زده کوونکو لپاره هم له تشویقي جملو څخه کار اخیستل کیدی شي لکه: “ته روښانه راتلونکی لري”، “ته به په کانکور کې د خپلې خوښې رشتې ته بریالی شې” او نور. د داسې تشویقي جملو په ویلو سره شاید هغه درس ته وهڅول شي او یا لږ تر لږه د هغه ستونزه وپيژنو.
ښاغلو ښوونکو! په درسونو کې د ښوونیزو لوبو څخه ډیره ګټه واخلئ، ځکه چې تفریح د ماشومانو مینه ده یا د ماشومانو بل نوم لوبه ده. ماشومان تفریح یا لوبې خوښوي او په دې ډول د دوی اړتیاوې پوره کیږي.
کله چې زده کوونکي ستړي شي، په ټولګي کې ګډوډي رامنځته کوي. په دې حالت کې باید دوی ته یو مسؤولیت وسپارل شي. هغه زده کوونکي چې ګډوډي رامنځته کوي باید د ګډوډۍ لامل یې ولټول شي. ګران ښوونکی باید په داسې مهارت سره چې درس کې یې ډیر لوی خنډ رامنځته نشي، ځان زده کوونکي ته نږدې کړي او د قانع کوونکو دلایلو پرمټ زده کوونکي له ګډوډۍ راوګرځوي. د اړتیا په صورت کې د درس په پای کې یا په بل مناسب وخت کې له هغه سره بیا له سره وګوري.
زده کوونکي هغه وخت ګډوډي رامنځته کوي کله چې د استاد د تدریس طریقه او د ټولګي مدیریت د ټولګي له وضعیت سره مناسب نه وي. د بیلګې په توګه، په ډیری مواردو کې لیدل شوي چې ښوونکي ځینو غوره زده کوونکو ته ځانګړې پاملرنه کوي او نور زده کوونکي له پامه غورځوي، نو له همدې امله دوی استاد ته د ځان په پرتله بې تفاوته ګوري او په ټولګي کې د اختلال او ګډوډۍ په رامنځته کولو لاس پورې کوي.
ګران ښوونکي باید د ټولو زده کوونکو په کنټرول او پاملرنه کې توازن په پام کې ونیسي او ټول زده کوونکي په درسي فعالیتونو کې شامل کړي. د بیلګې په توګه، “دا ستا دنده ده چې ګروپ رهبري کړې” یا “ته د لوبې پیل کوونکی شه” یا “زه درس ورکوم او زما وروسته باید ته لومړی د تختې مخې ته راشې.” دا باید په آرامه او سړه سینه وویل شي، نه په ګواښ سره.
تل باید د زده کوونکو د پام راجلبولو لپاره له ځانه سره مختلفې نظریې ولرو، لکه “ته د الله تعالی ډیر خوښ یې ځکه یې داسې ښه حافظه درکړې ده،” یا ” ته مې په دې خوښ یې، چې اورېدونکی زده کوونکی یې.” باید وښیو چې دوی مو خوښ دي، حتی د هغو ستونزو سره سره چې دوی په ټولګي کې رامنځته کوي.
ددې لپاره چې ښوونکی خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي وي، په ټینګار دا سپارښتنه ورته کیږي چې د خپل ټول زده کوونکي ډیر ښه وپېژنې. د زده کوونکي د پیژندنې موخه د دوی د چلند د مختلفو اړخونو او ذهني وړتیاوو په اړه کافي معلومات درلودل دي، ځکه چې د ټولګي فعالیتونو پلان جوړونه او تنظیمول د همدې ډول پیژندنې پر اساس ترسره کېږي.
دا پوښتنه باید هر ښوونکی وپوښتي او د ځواب موندلو هڅه دې وکړي. دلته د زده کړې د کمزورتیا ځینې لاملونه ذکر شوي چې د زده کړې د کمزورتیا له امله یې حل لارې توپیر لري. پر هر ښوونکي لازم دي چې د خپلو زده کوونکو فردي توپیرونه وپیژني.
له نورو سره توپیرونه:
خپل ځانې توپیرونه:
د زده کوونکو ترمنځ ټول ښکاره توپیرونه د بین الفردي (له نورو سره) توپیرونو په نوم یادیږي.د اخلاقي، هوښیارتیا او رواني ځانګړتیاوو له پلوه هر ډول توپیر د خپل ځانې توپیر په نوم یادیږي.نو ویلای شو چې زده کوونکي یوازې له ظاهري پلوه سره توپیر نه لري، بلکې له اخلاقي، هوښیارتیا او رواني پلوه هم له یو بل سره توپیر لري. له همدې امله، که وغواړو چې د ټولګي ټول زده کوونکو ته په یوه ډول او یوه کچه درس ورکړو او تمه ولرو چې ټول ویل شوي مطالب په یوه کچه زده کړي، داسې ده لکه ټولو زده کوونکو ته چې په یوه اندازه بوټان ورپښو او تمه ولرو چې پښې یې پرته له کوم تکلیف څخه خپل طبیعي رشد ته دوام ورکړي.
په زده کړه کې د کمزورتیا عوامل عبارت دی له :
د خبرو کولو ستونزې
د لیکلو ستونزې
د لوستلو ستونزې
د لیدلواو اوریدلو په ځواک کې ستونزې
په ریاضیاتو کې کم ځواکي
د زده کونکي د کورنۍ سره اړیکه: د زده کوونکو د لا بریا او هغوی ته د لا پاملرنې لپاره د کورنۍ همغږي ډیره ګټوره ده.
عاطفي اړیکو را منځته کول، په ټولګې کې رغنده او روغ چاپیریال جوړول ډیر مهم دی. له کرکې او هغو القابو چې بیعزتي او خجالت رامنځته کوي لکه تنبل، کودن، ناپوه او … باید ډکه و شي.
په لاندنۍ ویډیو کې د لږ فعال او یا هم کمزورو زده کوونکو سره د چلند او همکارۍ څرنګوالی بیان شوی.