په هر ټولګي کې داسې زده کوونکي شته چې اداره کول یې له نورو څخه ستونزمن دي. ځینې یې په ټولګي کې ډیر خوځیږي، ځینې یې خبرو ته غوږ نه نیسي، ځینې یې له وار پرته خبرې کوي او ځینې یې د ښوونکي یا زده کوونکو سره سپک برخورد کوي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا لارې چارې ښايي د بې نظمه زده کوونکو د مدیریت لپاره تر ټولو غوره لار نه وي. ځینې وختونه بېلابېلو چلندونو او حل لارو ته اړتیا وي. له همدې امله، د زده کړې د چاپېریال او زده کوونکو ځانګړو شرایطو ته ځان برابرول مهم دي.
نه! هېڅکله نه! چیغې وهل، سپکاوی، ملنډي وهل، کنایه ویل، ملامتول، وهل، په ازموینه کې له ناکامۍ ویرول او نور… د زده کړې یا په ټولګي کې د نظم د ټینګښت لامل نه کیږي. کله چې یو زده کوونکی په یو ډول تاوتریخوالي سره منظم کیدو ته مجبور شي، هغه په هماغه شیبه کې د دې لپاره چې نور سپک نشي یا ونه وهل شي، د ښوونکي له خبري سر، نه غړوي. خو دا عمل باید هره ورځ تکرار شي، ځکه چې زده کوونکي اصلاً قانون یا اصول نه دي زده کړي، یوازې ترې غوښتل شوي چې د ښوونکي غوښتنې ته سر ټیټ کړي او تسلیم شي. دا موضوع په اوږد مهال کې دوه پایلې لري: یا به زده کوونکی دا زده کړي چې تل د زور پر وړاندې باید سر ټیټ کړي او یا به هېڅکله قانون ته درناوی زده نه کړي. ځکه دی پر دې ندی پوهول شوی چې هره اداره خپل ځانګړي قوانین لري او باید مراعات شي. زده کوونکي په دې باور دي، هغه ښوونکی چې د نظم او ډسپلین د ټینګښت لپاره ډیر له وهلو او ټکولو څخه کار اخلي، په حقیقت کې د ټولګي د کنټرول یا اداره کولو وړتیا نه لري او په دې توګه خپله کمزوري پټوي.
همدا رنګه، که وهل ټکول زده کوونکي اصلاح کولای، نو هېڅ استاد به اړ نه و چې هره ورځ زده کوونکي ووهي؛ په هماغه لومړی ځل وهل کېدو به لارې ته راغلی وای. خو داسې نه ده، ځکه زده کوونکي وایي: “هغه استاد چې له ناوړه چلند کوي او سپکاوي ډکو الفاظو یا وهلو ټکولو کار اخلي، موږ یې د درس په ساعت کې لا ډېره ګډوډي او یا لوبې کوو.” په پای کې، وهل ټکول د دوی د مقاومت او یا بې پروايي لامل ګرځي او بې له شکه د استاد سره کرکې، د هغه له درس څخه د تېښتې، یا متقابل غبرګون او غچ اخیستنې ته لاره هواروي. ځکه زده کوونکي وایي چې له ګواښونو سره خپل زړورتیا او انګیزه له لاسه ورکوي او له ښوونځي څخه زړه توري کیږي.
همدا رنګه زده کوونکو ویلي چې د ښوونکو هڅونه دوی ته د پرمختګ او درس ته د پاملرنې انګیزه ورکوي. دوی حتی څرګنده کړې، هغه ښوونکې یې نه خوښېږي چې وایي :« تاسو به هېڅ ځای ته ونه رسېږئ». او دا موضوع د زده کړو د دوام په برخه کې د دوی د بې علاقګۍ لامل بولي.
له همدې امله، زموږ درانه ښوونکي باید هڅه وکړي چې د خپلو زده کوونکو د زده کړو او ښوونې د دوام په پار د اوس او راتلونکي لپاره د زړه ورتیا لامل شي، نه دا چې خدای مه کړه، په زده کوونکو کې د بي زړه په رامنځته کولو سره د دوی راتلونکې د ناخوالو په لور سوق کړي. او همدا رنګه له نامطلوبو کړنوله کبله د غوره راتلونکي لپاره د دوی هیلې له منځه یوسي.
په لاندنۍ ویډیو کې هم په ټولګي کې د فزیکي سزا او د هغې د پایلو په اړه بحث شوی دی.
ځینې ګران ښوونکي د لوست په لومړیو اونیوکې له ځینو داسې حالتونو سره مخ کېږي چې پر زده کوونکو د قابو چل نه ورځي. دلته د داسې ټولګیو لپاره څو اغېزناکه لارښوونې راوړل شوي دي.