کله چې یو زده کوونکی په ټولګي کې ټوکه کوي، دا پدې مانا ده چې پر درس نه دی پوهیدلی او نه پوهیږي چې څه باید وکړي، یا دا چې تر ټولو مخکې یې کار پای ته رسولی او زده کړی یې دی. کوم زده کوونکی چې لا ندی پوهېدلی، باید بیا ورته وویل شي چې څه باید وکړي، یا د هغه زده کوونکي لخوا ورته لارښوونه وشي، چې تر ټولو مخکې پوهیدلی وي. هغه څوک چې ژر ورکړی کار پای ته رسوي، شونې ده له میز یا قلم سره لوبې وکړي او دا د هغو لپاره چې لا یې خپل فعالیت نه دی پای ته رسولی، خنډ جوړوي.
په دې برخه کې یوه اساسي حل لاره شتون لري چې هغه د زده کوونکی پېژندنه ده. هر څومره چې ښوونکی خپل زده کوونکي ډیر وپیژني، هغومره به د هغوی له اړتیاو څخه ښه خبر شي او که کوم زده کوونکی قانون مراعات نه کړي، ښوونکی به د هغه لامل یا دلیل ته متوجه شي او په دې توګه کولای شي د زده کوونکي پام جلبولو لپاره منطقي او کارنده غبرګون وښیي.
ښوونکي ډیری وخت د زده کوونکو له بې پامۍ څخه شکایت کوي چې دا موضوع ډیری وختونه د کورنیو لخوا د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې نشتوالی یا د زده کوونکو لخوا ښوونې او روزنې ته د لیوالتیا نشتوالی بولي. په دې صورت کې ښوونکی باید د داسې زده کوونکو له مور او پلار سره له نږدې وویني او په سړه سینه ترې وغواړي چې ماشومان یې د ټولګي قوانینو مراعات کولو ته وهڅوي او په دې برخه کې له ښوونکي سره همغږي شي.
برسېره پر دې، دا تګلاره په بېلابېلو ټولګیو کې کارول کېدای شي. د لوست له پیله مخکې پوښتنې کول او له پیل څخه د زده کوونکو پام دې ټکي ته را اړول چې د تدریس په پای کې به د دې پوښتنو ځوابونه وپوښتل شي، دا کار د دې لامل ګرځي چې زده کوونکي لوست ته ژوره پاملرنه وکړي.
د زده کوونکي له وړتیا سره سم او پر ځای هڅونه او د زده کوونکو اخلاقي او درسي مثبتو ټکو ته اشاره، د ټولګي دننه او ډله ایزي هڅونې، ځینې جایزي په پام نیول.
خو درانه ښوونکې باید دا ټکی په یاد ولري چې هڅونه او انعام ورکونه باید له حد څخه زیاته نشي، ځکه چې خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکوي. د بېلګې په توګه، ځینې ښوونکي داسې دي چې که زده کوونکي نیمګړی یا بشپړ ځواب ورکړي، سمدستي وایي: ښه، ډېر ښه، عالي او شاباش. په دې حالت کې زده کوونکي ته دا احساس ورکوي چې د “ډیرښه” یا “شاباش” ویل د استاد عادت دی. هڅونه باید د فعالیت سره متناسبه وي او ټولو فعالیتونو ته یو شان نه وي. د فعالیت سره سم باید د بېلابېلو تشویقي کلمو یا جایزو څخه کار واخیستل شي.
په لاندنۍ ویډیو کې په ټولګي کې د زده کوونکو د ټوکو د لاملونو په اړه وضاحت ورکړل شوی دی.