مختلف فزیکي پړاونه او حالتونه چې اوبه یې په طبيعي دوران په جریان کې تیروی په لاندې ډول دي:
تبخير هغه عملیه ده چې اوبه له مایع حالت څخه بخار یا ګاز ته بدلېږي.
د تبخير سره د اوبو مالیکولونه له ځمکې (هایدروسفیر او لیتوسفیر) څخه اتومسفیر ته داخلیږي. تبخير لومړی لار ده چې اوبه په مایع حالت کې بېرته دوران ته، د بخار په شکل اتومسفیر کې داخلیږي.
مطالعاتو ښودلې ده چې د اوقیانوسونو، سیندونه، ولې څخه بخارونه تقریبا ۹۰ سلنه د اتومسفیر رطوبت جوړوي او پاتې ۱۰ سلنه د نباتاتو د تعرق (خوله کول) په وسیله جوړېږي.
د تبخیر د ترسره کولو لپاره، حرارت (انرژي) اړینه ده چې دا انرژي د اوبو په مالیکولي اړیکو د ماتولو لپاره مصرفېږي.
له همدې امله، د اوبو زیات بخارات په ۱۰۰ درجې سانتي ګراد حرارت کې او کم بخارات په انجماد درجې (صفر درجې سانتي ګراد) کې ترسره کېږي.
دا انځور د اوبو دوران، د باران جذبيدل د ځمکې لخوا، او بیا بېرته د اوبو انتقال په اتومسفیر کې (تبخير) ښيي.
تراکم هغه بهیر ته وایی چې په ترڅ کې د اوبو بخارات متراکم (راټولیږی) کېږي او په مایع اوبو بدلېږي. تراکم د وريځو د جوړېدو لپاره مهم دی چې د باران او واورې سبب ګرځي، چې د اوبو بېرته ځمکې ته راښکته کیدلو اصلي لار ده. له همدې امله، تراکم (میعان) د تبخير برعکسه پروسه ده.
د لمر رڼا ځمکې ته نږدې هوا ته تودوخه ورکوي، توده هوا چې د اوبو بخارات لري پورته ځي، چیرته چې د حرارت درجه کمه وي. کله چې هوا سړېږي د بخاراتو مالیکولونه په بخارونو بدلون مومي اوبه متراکمي کېږي او په نتیجه کې وريځې جوړېږي. د اوبو د بخاراتو د تراکم ښه بیلګې ورګ ده، د کورونو په کړکیو او موټرونو کې د اوبو قطرات ليدلي شي چې د هوا د سړېدو او تودېدو په وخت کې جوړېږي.
په لاندې انځور کې تاسو کولی شئ د تراکم نمونه په اوسپنی ډبي کې وګورئ، هرکله چې اوسپنی ډبي له یخ چاپیریال څخه ګرم چاپیریال ته انتقال شي، د تودې هوا بخارات په سړه ډبي کې متراکم کېږي.
او اوس پوښتنه چې ذهن ته راځي دا ده؛ چې د باران قطرې څنګه جوړېږي؟
د دې لپاره چې باران وشي، لومړی باید د اوبو بخارونه متراکم شي او لوی قطرې جوړ کړي چې کافي وزن ولري، چې په نتیجه کې د خپل وزن له امله ځمکې ته د باران په شکل راشي. له همدې امله، د وريځو ټوټې سره یو ځای کېږي او باران جوړوي.
که چیرې د تراکم په وخت کې د هوا حرارت له صفر درجې سانتي ګراد څخه پورته وي، نو د باران په څیر ځمکې ته راځي. که د وريځو په تراکم کې د هوا حرارت له صفر درجې سانتي ګراد څخه ټیټ وي، د هوا رطوبت په شکل د واورې او ږلۍ وریږي.
د حرارت زیاتیدل او د اوبو د حالت بدلون
تعریق (Transpiration)
نباتات رطوبت د رېښو له لارې جذبوي او د ساقو له لارې پاڼو ته رسوي، یو اندازه اوبه د پاڼو له سورئېو يا منفذونو د لارې څخه بخار ته بدلېږي او اتومسفیر ته ځي چې دې جریان ته تعریق وایي. تقریباً ۱۰ فیصده ټول د اتومسفير رطوبت د نباتاتو د تعریق له امله ده. تعریق د حرارت درجې په زیاتېدو سره، زیاتېږي.
په دې ویډیو-انیمیشن کې د نباتاتو د تعریق عملیه په واضح ډول ښودل شوې ده.
تصعید (Sublimation)
د واورې او یخ بدلول بخار ته پرته له دې چې اوبه شي، تصعید بلل کېږي. د اوبو دوران کې، تصعید یوه عملیه ده چې په هغې کې واوره او یخ بخار ته بدلېږي پرته له دې چې مایع حالت ته واوړي. په کم رطوبت او وچ باد هوا کې تصعید ښه سرته رسېږي.
په دې ویډیو-انیمیشن کې د یخ ټوټو د تصعید عملیه په واضح ډول ښودل شوې ده.
نفوذ (Infiltration)
د اوبو د جذبولو عملیه د ځمکې د سطحه واسطه او انتقال یې لاندې طبقو ته چې د ځمكې لاندي اوبو ذخایر جوړوي، نفوذ بلل کېږي.
روانې اوبه (Surface runoff)
هغه اندازه باران او واوره چې ځمکې ته نه جذبېږي، سیندونه او ولې جوړوي او په دې طریقه بهیر پیدا کوي او سيندونو او اقیانوسونو ته ځي چې دې ته روانې اوبه وایي.
لاندې ویډیو روانې اوبه ښیي.