په دې عملیه کې هم لکه د دوهرقمي شمیروه وېش، د ویش عملیه له چپ لوري پیل کېږي. یعنې، لومړی سلیزو وېشل کېږي، بیا لسیزو، او په پای کې یویزیو. که سلیزو د وېش وړ نه وي، نو په لسیزو بدلېږي، او که لسیزو هم د وېش وړ نه وي، بیا په یویویو بدلېږي او وېش ته دوام ورکول کېږي.
دا انځور د درېرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې ښيي.
اوله ویډیو: په دې ویډیو کې د درسي موادو په کارولو سره د درېرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې تشریح شوي دي او توضیح شوي چې څنګه دا موضوع زدهکوونکو ته تشریح کړو.
دویمه ویډیو: په دې ویډیو کې د درېرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې د محاسبې طریقه ښودل شوې او توضیح شوي چې څنګه پرته له درسي موادو څخه خارج قسمت ترلاسه کړو.
درییمه ویډیو: په دې ویډیو کې هم د درېرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې د محاسبې طریقه تشریح شوې او ښودل شوې چې څنګه پرته له درسي موادو څخه خارج قسمت ترلاسه کړو.
د اوله ویډیو اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: ۲۴ = ۶ ÷ ۱۴۴
دویمه پوښتنه: ۱۴ = ۹ ÷ ۱۲۶
درېیمه پوښتنه: ۲۲ = ۷ ÷ ۱۵۴
د ویډیو ۲ اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: په ۷ کارتنونو کې ۱۶۱ قطۍ ځای پر ځای شوې، نو په هر کارتن کې:
۲۳ = ۷ ÷ ۱۶۱
دویمه پوښتنه: ۲۲۵ توبک په ۵ خلطو کې ځای شوي، نو په هر خلطې کې:
۴۵ = ۵ ÷ ۲۲۵
درېیمه پوښتنه: که ۱۱۲ قلمونه په ۴ قطۍ کې ځای شوي وي، نو په هر قطۍ کې:
۲۸ = ۴ ÷ ۱۱۲