ویش څه شی دی؟
له دې وړاندې چې زدهکوونکو ته د ویش څرنګوالی او د یو شمېر پر بل باندې ویش تشریح کړئ، غوره دا ده چې زدهکوونکي په سمه توګه د ویش په مفهوم (ویش څه دی؟) پوه شي. په دې اړه موږ کولی شو د یو شمېر لوبو یا فعالیتونو څخه کار واخلو چې زدهکوونکي هڅوي او په زدهکړه کې یې دلچسپي ډېروي. په دې ترڅ کې، د ویش مختلفې برخې (مقسوم، مقسوم علیه، خارج قسمت او پاتې شوي برخه) هم ور معرفي کولای شو.
تعریف: ویش عبارت دی له د یو شي په مساوي برخو ووېشل شي.د ویش عملیه مفهوم په اړه د لا زیاتو وضاحتونو لپاره، لاندې ویډیو وګورئ. په دې ویډیو کې د ویش په مفهوم کار شوی او عملاً تشریح شوی چې څنګه کولی شو د ویش مفهوم او تعریف زدهکوونکو ته تشریح کړو.
د ویډیو په پای کې د فعالیتونو اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: بله، او دا په لاندې ډول د ویش عملیه سره ښودل کیږي:
۷ = ۲ ÷ ۱۴
دوهمه پوښتنه :په ورکړل شوي پوښتنه کې، خارج قسمت او مقسوم علیه معلوم دي، نو د ضرب کولو له لارې موږ د لوبیا ټول شمیر په لاندې ډول ترلاسه کوو:
۱۲ = ۳ × ۴
دریمه پوښتنه: په حقیقت کې، احمد لاندې عملیه ترسره کړې ده:
۳ = ۴ ÷ ۱۲