په ویش عملیه کې د مهمې مسئلې یو ټکی دا دی چې خارج قسمت ترلاسه شي، او دا زدهکوونکو ته ستونزمن وي. د زدهکړې په لومړیو کې باید پرې فشار ونه راوړل شي چې حتماً دقیق خارج قسمت ترلاسه کړي. زدهکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې د موادو په کارولو سره وېش ترسره کړي او هر ځل ویشل شوې اندازه ثبت کړي. په پای کې ټولې ثبت شوې اندازې سره جمع کړو او زدهکوونکو ته تشریح کړو چې خارج قسمت د مرحلو ټولیزه پایله ده.
کله چې زدهکوونکي احساس وکړي چې د ویش له عملې سره راحته دي، د ویش د دقیقې محاسبې طریقه چې په ویډیو کې تشریح شوې ده، ورښوئ.
اوله ویډیو: په دې ویډیو کې عملاً ښودل شوي چې څنګه د درسي موادو په کارولو سره د یو رقمي شمېرو وېشل په یو رقمي شمېرو باندې په اسانه او غوره ټوګه تشریح کړو.
دویمه ویډیو: په دې ویډیو کې د یو رقمي شمېرو وېشل په یو رقمي شمېرو باندې د محاسبې طریقه تشریح شوې او ښودل شوي چې څنګه پرته له درسي موادو څخه خارج قسمت ترلاسه کړو.
د اوله ویډیو اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: ۲ = ۲ ÷ ۵ او پاتې شونی (باقي مانده) ۱ دی.
دویمه پوښتنه: لومړی ټول چاکلیټونه سره جمع کوو (۹ = ۴ + ۵) او اوس: ۲ = ۴ ÷ ۹ او پاتې شونی ۱ دی.
دریمه پوښتنه: ۲ = ۴ ÷ ۸
د ویډیو ۲ اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: ۲ = ۴ ÷ ۹ هر کس ته ۲ مڼې رسېدلي او یو مڼه پاتې دی.
دویمه پوښتنه: ۲ = ۴ ÷ ۸ په هر کوټه کې ۲ کړکۍ شتون لري.
دریمه پوښتنه: ۲ = ۴ ÷ ۸ د هر پنسل قیمت ۴ افغانۍ دی.