په عملیاتو لکه جمع، تفریق، او ضرب کې تل د عملیاتو پیل د ښي اړخ څخه کیږي، یعنې له یویزیو څخه، خو په ویش عملیه کې برعکس دی، که مقسوم یو دوهرقمي عدد وي، نو د ویش پیل له چپ لوري څخه کیږي (یعنې د لسیزو څخه شروع کېږي او وروسته یویزیو ته راځي). لکه څنګه چې وینو، که د لسیزو برخه د مقسوم علیه په واسطه د ویش وړ وي، لومړی لسیزو توزیع کوو، او که نه وي، نو لسیزو په یویزیو بدلوو، او بیا مقسوم د مقسوم علیه پر شمېر وېشو.
انځور: د دوهرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې په لاندې انځور کې تشریح شوي دی.
اوله ویډیو: په دې ویډیو کې د درسي موادو په کارولو سره د دوهرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې تشریح شوي دي او توضیح شوي چې څنګه دا موضوع زدهکوونکو ته تشریح کړو.
دویمه ویډیو: په دې ویډیو کې د دوهرقمي شمېر وېشل په یورقمي شمېر باندې د محاسبې طریقه ښودل شوې او توضیح شوي چې څنګه د خارج قسمت په آسانۍ سره ترلاسه کړو.
د اوله ویډیو اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: ۵ = ۶ ÷ ۳۰
دویمه پوښتنه: ۹ = ۹ ÷ ۸۱
درېیمه پوښتنه: ۱۶ = ۶ ÷ ۹۶
د دویمه ویډیو اړوند پوښتنو ځوابونه:
اوله پوښتنه: په هر ۶ متر کې یو ونه کرل شوې، نو په ۸۴ متره فاصله کې:
۱۴ = ۶ ÷ ۸۴
دویمه پوښتنه: هر درجن ۶ قلمونه لري، نو ۸۴ دانه قلمونه:
۱۴ = ۶ ÷ ۸۴ یعنې ۱۴ درجن کیږي.
درېیمه پوښتنه:
په هر قطۍ کې ۹ دانه پنسل پاکونه دي، نو ۸۱ پنسل پاکونو :
۹ = ۹ ÷ ۸۱ یعنې ۹ قطۍ کیږي.