د کتلې تعریف: د یو جسم د جوړولو د شته موادو اندازې ته کتله ویل کیږي ، د جسم کتله سکالري کمیت دې یعني اندازه او مقدار لري او خوا نلري.
د شیانو کتله په تله تلل کیږي او نړیوال واحد(SI) د کتلې لپاره کیلوګرام (Kg) دې، همدارنګه د کتلې د اندازه کولو لپاره د کیلو ګرام نه د کوچنۍ اندازو نه لکه ګرام (g)، میلي ګرام(mg) ، سانتي ګرام (cg) او لوی واحد تن (t) څخه هم کار اخیستل کیږي.
د مختلفو ملکونو د نړیوال واحد تر څنګ د نورو واحدو څخه هم د کتلې د اندازه کولو لپاره کار اخیستل کیږي د مثال په توګه په انګلستان او د امریکا په متحده ایالاتو کې له پونډ واحد څخه د اندازه کولو لپاره کار اخیستل کیږي چې یو پونډ د 0,453592 کیلوګرام سره مساوي دې.
په افغانستان کې لکه د من او خروار واحدونو څخه کار اخیستل کیږي، څرنګه چې یو من له 7 کیلوګرام سره مساوي دې یو خروار له 80 من یا 560 کیلوګرام سره مساوي دې.
لاندنې انځور د کتلې د نړیوال واحد د هغې د کوچنۍ برخو سره بدلول او د هغې برعکس ښایي.
د کتلې د موضوع سره اړونده ویډیو : په دې ویډیو کې د حجم او د کتلې موضوعات د مادې لپاره توضیح شوي د کتلې اړوندې برخې د لیدلو لپاره د ویډیو د پیل څخه تر 4:30 دقیقو پورې وګورئ.
مثال: هر کله د انګور د یوې ټوکرۍ کتله 5 کیلوګرامه وي د هغې کتله په ګرام، سانتي ګرام او میلي ګرام محاسبه کړئ.
حل:
5Kg → g, 5*1000g=5000g
5Kg → cg, 5*1000*100=500000cg
5Kg → mg, 5*1000*100*10 = 5000000mg