تعریف: د یو جسم په واسطه په فضا کې د نیول شوي ځای اندازې ته حجم ویل کیږي،په بل عبارت د فضا هغه دری بعدي اندازه چې د جامد، مایع او ګاز موادو په واسطه ډکه شوی وي عبارت دې له حجم څخه. د موادو حجم په v حرف ښودل کیږي چې د volumeکلمې څخه راغلې.
د SI نړیوال واحد د حجم د اندازه کولو لپاره متر مکعب دې، همدارنګه لیتر(L)، ګیلون (gallons) او اونس (ounces) هم کارول کیږي، چې په لاندني جدول کې معمول واحدات د حجم د اندازه کولو لپاره یو بل سره پرتله شوي.
د باریل او ګېلون واحدات ډیرۍ د مایعاتو لکه تیل او مایع ګاز لپاره کارول کیږي، چې په انګلستان، دامریکا متحده ایالات، کاناډا، استرالیا، نیوزیلانډ او افغانستان کې معموله دي.
د مادې اړونده ویډیو چې په هغې کې کتله او حجم د شیانو لپاره تعریف شوې.
لاندې جدول د حجم واحدونو یو بل ته د بدلولو طریقه ښیي.
مثال: دورکړل شوي مکعب مستطیل حجم اندازه کوو چې 14 سانتي متره اوږدوالې ، 8 سانتي متره پلنوالی او 4 سانتي متره ډبلوالی لري.
نوټ: هر کله هندسي شیان لاندني منظم شکلونه ولري، د هغوی حجم د ورکړل شوو رابطو په واسطه محاسبه کیږي.
هغه حرفونه چې د شیانو بعدونه ښایي عبارت دي له : اوږدوالې ,(a)پلنوالی ,(b)ډبلوالی (c)، حجم(v) ، لوړوالی (h) ، شعاع r او πعدد ثابته قیمت لري چې له 3,14159 سره مساوي دي.