د انبساط او انقباض عملیه د مادو مهمې فزیکي ځانګړتیاوې دي چې تر ډېره د تودوخې او فشار د بدلونونو پورې تړاو لري. یادې شوې عملې د مادې د جوړوونکو ذراتو په ترتیب کې بدلون رامنځته کوي، چې په پایله کې د جسم حجم زیاتېږي یا کمېږي.
انقباض(Contraction): هغه فزیکي بدلون دی چې په یوه ماده کې د حجم کمېدو سبب ګرځي.
د انقباض د پېښې لامل څه دی؟
حرارت یا ګرمي د انقباض لامل ګرځي، چې ورته د حرارتي انقباض نوم هم ورکړل کېږي. خو د ګازانو په انقباض او انبساط کې تودوخه او فشار دواړه اغېز لري.
حرارتي انقباض(Thermal contraction): په حرارتي انقباض کې د یو جسم حجم د تودوخې د درجې د کمېدو له امله کمېږي. کله چې ماده یخه کېږي (حرارت له لاسه ورکوي)، د هغې مالیکولي حرکت کمېږي او د مالیکولونو ترمنځ فاصله کمه کېږي، نو ځکه حجم او د نیول شوي ځای اندازه کمه شي. په داسې حالت کې وایو چې جسم منقبض شوی دی. د طبیعت مختلف مواد او د هغوی بېلابېلې ځانګړتیاوې د دې سبب کېږي چې په مختلفو حالتونو کې د موادو انقباض مختلف وي.
حرارتي انقباض د موادو د اوږدوالي، مساحت یا حجم د کمېدو سره مل دی چې د یخېدلو پر مهال پېښېږي او دا عملیه د حرارتي انبساط برعکس ده. په حرارتي انبساط کې د مادې د تودوخې د درجې زیاتېدل د هغې په اوږدوالي، سطحه یا حجم کې د زیاتوالي سبب ګرځي.
انقباض او د مالیکولي نظریه:
کله چې یو جسم خپله تودوخه له لاسه ورکوي، د مالیکولونو حرکت کمېږي او د هغوی ترمنځ فاصله کمه شي، په پایله کې جسم لږ ځای نیسي. په دې حالت کې وایو چې جسم منقبض شوی دی.
انبساط (Expansion): د انقباض معکوس پدیده، انبساط دی چې د مادې په حجم او ابعادو کې د زیاتوالي سبب کېږي. هغه جسم چې انبساط کوي، ورته منبسط ویل کېږي.
په فزیک کې د انبساط او انقباض قانون د موادو د حجم او ابعادو د تودوخې په اثر کوچنېدل یا لویېدل دي. په دې ډول چې ماده د تودوخې په اخیستلو سره لویېږي او د تودوخې په له لاسه ورکولو سره کوچنېږي. د مادې د حجم د بدلون اندازه یو ډول نه وي او د مادې له ډول سره تړاو لري.
د انقباض او انبساط ډولونه
حرارتي انبساط (Thermal expansion): د مادې د شکل، حجم او مساحت لویېدل د تودوخې په واسطه د حرارتي انبساط په نوم یادېږي. په مایعاتو او جامداتو کې د اتمونو او مالیکولونو ترمنځ د جذب قوه شته، چې دا قوه د اتمونو او مالیکولونو د یو ځای کېدو سبب ګرځي. د چاپېریال د شرایطو بدلون، لکه د تودوخې زیاتوالی، د دې تعادل د ماتېدو او د اتمونو ترمنځ د فاصله د زیاتوالي سبب ګرځي. د مختلفو موادو عکسالعمل د تودوخې په مقابل کې مختلف دی، نو له همدې امله د هر مادې لپاره یو حرارتي انبساط ضریب په نښه شوی دی.
د انبساط ضریب: د تودوخې پر واحد کې د اوږدوالي یا حجم د بدلون نسبت ښیي.
انقباض په جامداتو کې (Contraction in Solid): د جامداتو انقباض د مثال په واسطه روښانه کوو. د بېلګې په توګه؛ که یو ډېر ګرم ښیښهای ګیلاس لاندې سړې اوبه کېږدو، ګیلاس چوي او ماتېږي. دلیل یې دا دی چې د ګیلاس بهرنۍ سطحه د سړو اوبو سره په مستقیم تماس کې د هغې د داخلي سطحې په پرتله ډېر انقباض کوي، چې د ګیلاس د ماتېدو سبب ګرځي.
د یو ماده انقباض او انبساط د هغې د مالیکولي او اتومي ځانګړتیاوو پورې تړاو لري.
انبساط په جامدو کې (Expansion in solid): جامد مواد دا تمایل لري چې د حرارت درجې په زیاتېدو سره خپل شکل وساتي. نو په دې توګه د حرارت درجې په زیاتېدو سره په حجم او شکل کې ډیر کم بدلون راځي، په نتیجه کې د حجم او سطحې انبساط په دې حالت کې لږ وي.
په جامدو موادو کې انبساط په اوږدوالي سره وي، مګر مایعات دا تمایل لري چې د خپل اوښی شکل وساتي. له همدې امله د مایعاتو د حرارتي انبساط ضریب د حجمي انبساط په توګه بیانېږي.
لاندې انځور د جامدو موادو د انبساط عملیه ښیي.
لاندې انځورونه د یو فلزي توپ د انقباض او انبساط عملیه ښیي. په داسې حال کې چې په (الف) انځور کې فلزي توپ په منقبض حالت کې دی او د فلزي کړۍ څخه تېرېږي، مګر په (ب) انځور کې همدغه توپ د انبساط وروسته د همدې کړۍ څخه نه تېرېږي.
په دې ویډیو کې د جامدو موادو د انبساط او انقباض عملیه د یوې ساده عملي تجربې په مرسته ښودل شوې ده.
انقباض په مایعاتو کې: په یوه بله ساده تجربه کې د مایعاتو انقباض لیدلی شو. هغه اوبه چې په یوه لوښی کې دي، د یخېدو سره کولای شو په کوچني لوښی کې یې واچوو ځکه چې اوبه منقبضېږي او لږ حجم نیسي. مایعات د جامدو په پرتله ډېر منقبضېږي.
انبساط په مایعاتو کې: د مایعاتو حرارتي انبساط د جامدو په پرتله ډېر دی، د دې دلیل د مالیکولونو تر منځ د جذب ضعیفه قوه ده، له همدې امله د مایعاتو مالیکولونه په چټکۍ سره حرکت کوي. مایعات ځانګړی شکل نه لري او په هر لوښی کې چې واچول شي د هغه لوښی شکل خپلوي، چې دا خاصیت د مایعاتو په انبساط کې د خطي او سطحي انبساط اهمیت نه شتون ښایی. د جامدو موادو حرارتي انبساط د حرارت درجې پورې تړلی دی، خو د مایعاتو انبساط په بیلابیلو حرارتونو کې په مختلفو چټکتیا سره ترسره کېږي.
د مایعاتو د انقباض او انبساط د موضوع د ښه درک لپاره لاندې ویډیو وګورئ.
انبساط او انقباض په ګازاتو کې: د ګازاتو انبساط او انقباض د حجم د بدلیدو په واسطه د حرارت درجې او فشار د بدلیدو لاندې تشریح کېږي. دا پېښې د ترمودینامیکي قوانینو او د ګازاتو د حالت معادلو پر اساس بیان او اټکل کېږي.
په دې ویډیو کې د هوا د انبساط او انقباض عملیه ښودل شوې ده.