هغه ځانګړتیاوې دي چې د موادو د اندازه کولو او لیدل کیدو وړتیا لري. په فزیکي بدلونونو کې، د مادې اصلي ترکیب نه بدلیږي، لکه: کتله، حجم، کثافت، د ذوبیدو نقطه، د جوشیدو نقطه، د انجماد نقطه، انقباض، انبساط، رنګ، بوی، او جلا.
د موادو فزیکي خواص پیژندل موږ ته په مختلفو شرایطو کې د یوه مادې په اړه ښه پوهه ورکوي.
د موادو فزیکي خواص دوه ډوله دي:
شدت خواص(Intensive Properties): د مادې مقدار (کتله او حجم) ته اړه نه لري او هر مقدار او اندازه کې د مادې خواص لري. لکه: د ذوبیدو نقطه، د انجماد نقطه، کثافت، د انکسار ضریب، سختي، رنګ، برقي انتقال، حرارتي انتقال، غلظت، سطحی کشش، او نور.
مقداري خواص(Extensive Properties): دا د فزیکي خواص ډله د مادې مقدار او اندازې ته اړه لري چې د مادې په مقدار کې د بدلون سره بدلیږي. لکه: حجم، کتله، وزن، اوږدوالی، انرژی، د ذرې شمیر، حرارتي ظرفیت، انتالپي، انتروپي، او د گیبس انرژی د موادو مقداري خاصیوتونو څخه ګڼل کیږي.
دلته به موږ د مادې یو شمېر فزیکي خواص تشریح کړو:
د ویلې کېدو نقطه (Melting Point): دا هغه درجه حرارت ته ویل کیږي چې په هغه کې یوه ماده له جامد حالت څخه مایع حالت ته بدلیږي او په هره ماده کې متفاوت دی. مثلاً: د اوبو د ذوبیدو نقطه په یوازینۍ اتموسفیر کې د سمندر په سطحه صفر درجه سانتي ګراد دی او د خالص نقره ذوبیدو نقطه ۹۶۱ درجه سانتي ګراد ده.
د موادو د ذوبیدو نقطه عموماً د معیاري فشار لاندې (یوه اتموسفیر یا ۱۰۰ پاسکال) ټاکل کیږي. ناخالصی او فشار د موادو په ذوبیدو او انجماد باندې اغیزه لري. ناخالصی شتون د ذوبیدو او انجماد نقطه کموي او همدارنګه د فشار په زیاتیدو سره د ذوبیدو نقطه هم لوړیږي، مګر په اوبو کې د فشار په زیاتیدو سره د اوبو ذوبیدو نقطه ټیټه کیږي.
د اکثره موادو لپاره د ذوبیدو او د کنګل کېدو نقطه برابرې دي، مثلاً: د سیماب ذوبیدو او انجماد نقطه ۳۸٬۸۳- درجه سانتي ګراد ده. د ذوبیدو او انجماد نقطې ترمنځ توپیر په دې کې دی چې کله یوه ماده د تودوخې یا د حرارت ورکولو له لارې له جامد څخه مایع ته بدل شي، دا نقطه د ذوبیدو نقطه ده او کله چې مایع د یخیدو له لارې له مایع څخه جامد ته بدلیږي، دا نقطه د کنګل کېدو نقطه بلل کیږي. د ذوبیدو تر ټولو لوړه نقطه د تنگستن فلز لري چې ۳۴۱۴ درجه سانتي ګراد ده، نو له همدې امله د تنگستن څخه د برقي تارونو لپاره په لامپونو کې استفاده کیږي.
لاندې انځور اوبو د فزیکي حالت بدلون د تودوخی درجی اغیز له امله ښیي، چې د تودوخې د زیاتېدو سره اوبه له جامد حالت څخه ګاز ته بدلېږي.
جوش نقطه (Boiling Point): دا هغه درجه حرارت ته ویل کیږي چې په هغه کې یوه مایع له مایع حالت څخه ګاز (بخار) حالت ته بدل کیږي، یا هغه درجه حرارت چې په کې د مایع د بخار فشار د شاوخوا فشار سره مساوي وي. نو، یوه مایع هغه وخت جوش نیسي کله چې د هغې بخار فشار د چاپیریال فشار (۷۶۰ ملي متره د سیماب کالم یا یوه اتومسفیر) سره برابر شي.
فشار او د مایع تر منځ د مالیکولي جذب ځواک د موادو د جوش نقطې باندې اغیزه لري، چې د دې زیاتیدو سره د مایع د جوشیدو نقطه هم لوړیږي. مختلف مواد مختلفې جوش نقطې لري، د مثال په توګه: د اوبو د جوشیدو نقطه (په یوه اتومسفیر فشار کې) ۱۰۰ درجه سانتي ګراد ده.
د جوشیدو نقطه یا د غلیان نقطه د تبخیر سره توپیر لري. اوبه په هرې درجې حرارت کې چې له صفر درجې سانتي ګراد لوړ وي تبخیر کیږي، مګر یوازې په یوه مشخصه درجه حرارت کې جوش نیسي. د جوش نقطې څخه ټیټه درجه کې، تبخیر یوازې د مایع له سطحې څخه کیږي، مګر په د جوش نقطه کې، تبخیر د مایع له ټولو برخو څخه ترسره کیږي. نو، د جوش نقطه تر هغه وخته پورې ثابت پاتې کیږي تر څو چې ټول مایع په بخار بدل شي.
دلته لاندې انځور د اوبو حالتونه په مختلفو حرارت درجې کې ښیي.
د کلکوالی درجه (Hardness): کلکوالي درجه د یوې مادې د شکل د بدلون یا خراش (د نفوذ کونکي د مادې سطح ته نفوذ) په وړاندې مقاومت ته اشاره کوي، یا کلکوالي د یوې مادې په وړاندې د فشار ځواک مقاومت په توګه بیانول کیدی شي. هرڅومره چې د مادې کلکوالې زیاته وي، هغه به په آسانۍ سره خراش نشي. باید په یاد ولرئ چې کلکوالي (Hardness)، شخوالی (Stiffness) او استحکام (Strength) یو له بل څخه توپیر لري.
شخوالې: د مادې د شکل لومړني حالت ته د بیرته راستنېدو تمایل دی وروسته له دې چې د یوې قوه له لارې بدلون ومومي.
استحکام: څرګندوي چې یوه ماده څو پورې تنش یا فشار تحمل کوي مخکې له دې چې د شکل بدلون ومومي. د موادو کلکوالی درجه عموماً د مختلفو مقیاسونو له لارې اندازه کیږي. مثلاً: د ویکرز کلکوالی مقیاس، د موس مقیاس او داسې نور. د موس مقیاس، چې د خراشیدو وړتیا اندازه کوي، تر ټولو نرمه ماده تالک دی چې کلکوالی یې (۱) ده، مګر د تر ټولو کلکه مادې الماس کلکوالی (۱۰) ده.
تالک (Talc): تالک د مګنیزیم فلز، شبه فلز سیلیکون، اکسیجن او هایدروجن ترکیب دی چې کیمیاوي فرمول یې (Mg₃Si₄O₁₀(OH)₂) دی. له دې مرکب څخه په آرایشي او صحي موادو کې کار اخیستل کیږي، او د خالص پودرو څخه د نوی پیدا شوي ماشومانو د بدن د ساتنې لپاره استفاده کیږي.
الماس (Diamond): الماس تر ټولو کلکه طبیعی ماده ده چې د زیوراتو په جوړولو کې او همدارنګه د شیشې د پرې کولو د وسایلو په جوړولو کې کارول کیږي.
ضریب انکسار نسبت سرعت نور در خلا (c) به سرعت نور در یک ماده (v) تعریف میشود.
ضریب انکسار(Refractive Index): ضریب انکسار د رڼا سرعت بدلون په ګوته کوي کله چې رڼا له یوې مادې څخه بلې مادې ته تیریږي، یا په بل عبارت، د رڼا وړانګې د خوا بدلون د یوه شفاف چاپیریال (لکه هوا) څخه بل شفاف چاپیریال (لکه اوبه) تیریدو په وخت کې ته اشاره کوي.د دوهم چاپېریال په سطحه د اغیزې په نقطه کې، وړانګه خپل خوا بدلوي او په دویم چاپیریال کې د نورمال کرښې سره روښانه کیږي.دا خاصیت عموماً په شفافو موادو لکه شیشه او اوبو کې لیدل کیږي.
د انعکاس ضریب د خلا کې د رڼا د سرعت (c) او په یوه ماده کې د رڼا د سرعت (v) د نسبت په توګه تعریف کېږي.
کو:
د انکسار ضریب تل له یو څخه زیات یا د هغه برابر وي، ځکه چې په هره ماده کې د رڼا سرعت د خلا د سرعت په پرتله کم وي.
لکه څنګه چې په لاندې انځور کې وینئ، کله چې یوه پایپ په اوبو ډک ګیلاس کې دننه شي، مات ښکاري، خو په حقیقت کې پایپ ندی مات شوی؛ د دې لامل د رڼا انکسار دی.
رنګ(Color): رنګ د لیدنی درک ځانګړتیا ده چې د رڼا د طیف له حجراتو سره د سترګو د رڼا اخیستونکي تعامل څخه رامنځته کېږي. په سترګو کې کله چې په درې ډوله حجراتو چې رنګ اخلی (سور، شین او آبي) د اخیستل شوي رڼا د شدت برابري نه وی د رنګ مفهوم په مغزو کې رامنځته کوي. که د رڼا د لیدل کېدونکي طول موج یوه یا څو برخې د یوې مادې لخوا جذب یا تېر شي، نو دغه ماده رنګه ګڼل کېږي. مختلف مواد مختلف رنګونه لري چې د موادو د فرق کولو او تشخیص لپاره ترې کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه: خالصه اوبه بې رنګه دي، شیدې سپین رنګ لري او مختلفې مېوې مختلف رنګونه لري.
خوند(Taste): خوند هغه حس دی چې په وسیله یې د خوراکي موادو مزه یا طعم احساسولی شو. دا حس د ژبې له لارې مغزو ته لېږدول کېږي. مختلف مواد د خپل خوند له مخې له یو بل څخه توپیر لري. خالصې اوبه خوند نه لري، خو مختلفې مېوې مختلف خوندونه لري. باید پام وشي چې کیمیاوي مواد باید ونه څکل شي، ځکه ځینې مواد زهرجن وي.
بوی(Smell): بوی ته هغه رایحه یا عطر ویل کېږي چې د یوې مادې د کیمیاوي مرکباتو له موجودیت څخه رامنځته کېږي او د بوی حس له لارې پېژندل کېدی شي. مختلف مواد مختلف بویونه لري، لکه: د ګلاب ګل خوشبویي لري، خو خراب شوی هګی بد بوی لري او خالصې اوبه بوی نه لري. باید پام وشي چې کیمیاوي مواد باید بوی ونه شي، ځکه ځینې مواد زهرجن او تخریش کوونکي وي.
جلا(Polish): جلا د دې توانایي ته ویل کېږي چې د یوه شي سطح د رڼا انعکاس وکړي. فلزات عموماً ډېره جلا لري، لکه: سرو زرو، سپین زرو، نکل او نور… خو غیر فلزات د فلزي جلای نلري، لکه: ډبروسکاره، لرګي، رابر او نور…
په لاندې انځور کې د الماس، سرو زرو او سپین زرو جلا ښودل شوې ده.
د حرارت انتقال (Thermal Conductivity): د یوې مادې د حرارت د انتقال توانایي ته د حرارت انتقال ویل کېږي. هغه شیان چې حرارت انتقالوي، د حرارت هادي شیان بلل کېږي. عموماً فلزات د حرارت لوړ انتقال لري، لکه: مس، المونیم، سرو زرو، سپین زرو، نکل په ښه توګه حرارت انتقالوي. غیر فلزي مواد د حرارت ټیټ انتقال لري او یا ځینې وخت د حرارت عایق وي، لکه: ښیښه، رابر، پلاستیک او نور. لاندې انځور د حرارت د بهیر د یوه هادي له لارې انتقال ښیي چې حرارت له تود جسم څخه یخ جسم ته انتقالېږي.