تعریف: د ګاز په حالت کې مواد معیین شکل او حجم نلري، په دې حالت کې د جوړونکو ذراتو واټن د مایع او جامد په پرتله یود بل څخه لیرې وي او د جذب ځواک د ذراتو تر منځ کمزورې وي، نو ډ ګاز په حالت کې د موادو جوړونکي ذرات په آسانۍ او آزاده توګه حرکت کوي او هرځای ته چې ځي د لوښي ټول حجم نیسي، لکه هوا چې له مختلفو ګازاتو لکه نایټروجن، اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ او بعضې نورو ګازاتو څخه جوړه شوی.
د ګاز په حالت کې پر موادو د فشار په راوستلو په ډیره آسانه توګه د متراکم کیدو وړتیا لري چې د فشار په راوستلو او د حرارت د درجې په کمولو کولای شو مایع او جامد حالت له ګازاتو څخه لاس ته راوړو.
د ګازاتو مثالونه په لاندني ډول دي:
د ګازاتو اړوند ویډیوګانې او انیمیشنونه لاندې وګورئ.
لومړۍ ویډیو: په دې ویډیو کې د ګاز حالت د شکل او حجم مفاهیمو په کارولو سره تشریح شوې دي. د یوې د هوا څخه ډکې شوې پوکڼۍ په واسطه کولای شئ د حجم او شکل بدلیدل په ګازاتو کې په عملي ډول زده کونکو ته وښایئ.
دوهمه ویډیو: په دې ويډیو کې د مادې د تراکم منلو وړتیا د ګاز په حالت کې ښودل شوې ده. ځکه چې په ګازاتو کې د هغو جوړونکي ذرات یو د بل څخه لیرې دي او د متراکمیدو وړتیا لري نو د یو سرنج په کارولو سره کولای شو دا موضوع په عملي ډول زده کوونکو ته وښایو.