تعریف: په دې حالت کې مواد معین حجم مګر نا معین شکل لري، په دې حالت کې د موادو د جوړونکو ذراتو تر منځ د جذبولو پیاوړتیا د جامد حالت په پرتله لږه وي او لږه انرژي لري نو له دې مخې ذرات د یو بل پر سر د اوسیدو په حالت کې ښوییږي او دا ددې لامل ګرځي چې مایعات په کوم لوښي کې چې دي د هغې په شکل شي او مایع اوسي لکه مایع اوبه، شیدې، تیل، مایع غوړي، سیماب او داسې نور .
کولای شو مایع مواد د جامد موادو په حرارت ورکولو او د ګازاتو د تاودښت د درجې په کمولو سره لاس ته راوړو .
د مایع موادو نمونې په لاندې ډول وي.

لاندې د مایع موادو اړوندو ویډیو ګانو وګورئ.
لومړۍ ویډیو: په دې ویډیو کې د اوبو درې ګونې حالت د مایع موادو د ښې تشریح لپاره د څیړنې وړ ګرځیدلې دې. د موادو د مایع حالت د ښې تشریح لپاره د ساده وسایلو په کارولو سره د اوبو درې فزیکي حالتونه زده کونکو ته تشریح کړئ.
دوهمه ویډیو: په دې ویډیو کې مایع حالت د شکل او حجم مفاهیمو په کارولو سره تشریح شوې. د څو مختلفو لوښو په کارولو او په هغو کې د مایع په اچولو سره د مایع د شکل توپیر موندل او د حجم ثابتوالې زده کوونکو ته به ښه ډول توضیح کړئ.
د مایع حالت سره اړوندې برخې د کتلو لپاره د پیل څخه تر 3:20 دقیقو پورې دا ویډیو وګورئ.
دریمه ویډیو: په دې ویډیو کې د مایع حالت د تراکم منلو وړتیا تشریح شوې. د اوبو په یو سرنج کې په اچولو او په هغې د فشار په راوستلو د مایعاتو د تراکم منلو وړتیا په عملي ډول کولای شئ تشریح کړئ چې د مایعاتو جوړونکي ذرات د نښتي حالت له امله د تراکم وړتیا نلري.