تعریف: په دې حالت کې مواد لوړه انرژي لري چې په هغې کې مثبت او منفي آیونونو او خنثی اټومونو شامل دې، یعني پلازما د مادې د لوړې انرژي لرونکې حالت دې .د لمر سطحي پوړ او ډیرۍ ستوري د پلازما په حالت کې دي او همدارنګه د اور لمبې چې ډیرې ګرمې وي هم کولای شي د پلازما حالت ته راشي.
د موادو د پلازما حالت ته د بدلولو لپاره، د هغې جوړونکو اټومونه ته باید انرژي ورکړل شي، انرژي کولای شي حرارتي رڼایي ( نوري) یا بریښنایي اوسي. په عمده ډول پلازما په طبیعي ډول جوړیږي مګر د جوړیدلو امکانات یې په لابراتوارونو کې هم شته. تندر او بریښنا د طبیعي پلازما یو ښه مثال دې همدا رنګه د فلزاتو غوڅولو او ولډنګ کولو له امله د جوړ شوي بریښنایي قوسونو کې هم د پلازما حالت جوړیږي.
په لاندني شکلونو کې د موادو د پلازما حالت نمونې ښودل شوی دي.
د فلزاتو د غوڅولو او ولډنک کولو په جریان کې دبریښنایي قوسونو جوړیدل د پلازما حالت لپاره بل مثال دې.