په لاندني درسونو کې د مادې دري ګونې حالت په تفصیل سره تشریح شوې تر څو د مادې د موضوع زده کول د تیوري تر څنګ د عملي تجربو په ترسره کولو زده کونکو ته آسانه شي.
تعریف: په جامد حالت کې مواد معین شکل او حجم لري، په دې حالت کې د جوړونکو ذراتو ( اتومونه او مالیکولونه) تر منځ د جذب ځواک ډیر وي نو ځکه په نښتي حالت کې دي او د ذراتو تر منځ واټن ډیر لږ وي لکه فلزات، سره زر، سپین زر، اوسپنه، مس او لکه دا نور مواد لکه ګټه، لرګې، ښیښه، کاغذ او داسې نور. په جامد حالت کې د موادو جوړونکي ذرات د انتقالي حرکت په حالت کې نه وي بلکه د اهتزازيي حرکت په حال کې چې موقیعت یې بدلون نه مومي، وي. جامد مواد د ذراتو د موقیعت له پلوه په دوه ډوله بلوري یا کرستالي او امورف ویشل شوي دي. په بلوري حالت کې د جامداتو جوړونکي ذرات ( اتومونه، آیونونه یا مالیکولونه) یو خاص نظم لري او یو درې اړخیز منظم جوړښت لري، لکه د مالګې کرستالونه. د موادو دا حالت هغه وخت را منځ ته کیږي کله چې مواد په عادی ډول له مایع حالت څخه جامد حالت ته بدل شي په دې مانا چې ذرې د یوې منظمې شبکې د جوړولو وخت ولري.
د امورف په حالت کې د جامدو موادو جوړونکې ذرې هندسي منظم شکل نلري بلکې ذرې بی له یو خاص نظم څخه یو د بل تر څنګ شتون لري لکه د ښیښو د مختلفو ډولونو په شان. د جامدو موادو دا حالت هغه وخت را منځ ته کیږي چې مواد په یو شدت سره د مایع حالت څخه جامد حالت ته بدل شي او جوړونکې ذرې د منظمه شکل دجوړولو لازم وخت ونلري .
لومړۍ ویډیو: په دې ویډیو کې جامد حالت د شکل او حجم مفاهیمو په کارولو سره تشریح شوې دې ، تاسو کولای شئ د ساده وسایلو په کارولو سره د موادو د حجم او شکل ثابتوالې د یو جامد شي په مختلفو لوښو کې په ایښودو سره زده کوونکو ته تشریح کړئ. د جامد حالت سره اړوندې برخې د کتلو لپاره د 3:20 دقیقې نه وروسته د ویډیو وګوئ.
دوهمه ویډیو: په دې ویډیو کې جامد حالت د تراکم منلو وړتیا د مفهوم په کارولو سره تشریح شوې دې. د یو ې جامدې مادې لکه د مالګې په یو سرنج کې په ایښودو سره زده کونکو ته وښایئ چې جامد مواد د فشار په حالت کې د تراکم وړتیا نلري.