دا پروګرام په اصل کې د ښوونکو لپاره ترتیب شوی دی او د بحث موضوع د فتوسنتیز پروسه ده چې دا د چاپیریال ساینس او د بیولوژي مختلفو دورو مهم درسي موضوعاتو څخه یو دی.
د فتوسنتیز پروسه(Photosynthesis) : دا هغه پروسه ده چې نباتات له اوبو او کاربن ډای اکسایډ څخه د لمر د رڼا او کلوروفیل په شتون کې ګلوکوز او اکسیجن تولیدوي. او یا په لنډ ډول، د فتوسنتیز پروسه د رڼا انرژي په کیمیاوي انرژي بدلېدل او ذخیره کول دي.
دلته تاسو د فتوسنتیز پروسې پورې اړوند مختلف سرچینې ترلاسه کولی شئ چې پکې معلوماتي متنونه، ښوونیز ویډیوګانې، د لوړ کیفیت عکسونه د ډاونلوډ لپاره او ارزونې شامل دي.
موخې:
- د فتوسنتیز پروسې بشپړ تشریح په تیوري ډول
- د فتوسنتیز په پروسه کې د نباتاتو د تشکیل ورکونکو برخو تشریح
- د فتوسنتیز پروسې پړاونه په بشپړ ډول تشریح کول
- د فتوسنتیز پروسې په اغیز لرونکو عواملو بشپړ تشریح
که تاسو د فتوسنتیز پروسې پورې اړوند موضوعاتو په اړه کومه پوښتنه لرئ، دلته د نظرونو او نظریاتو د تبادلې د ډلې پته باندې کلیک وکړئ!
Free