د فوتوسنتیز پروسه یا ترکیب ضیایی له دوو کلیمو څخه اخیستل شوې ده: “فوتو” چې د رڼا معنی لري او “سنتیز” چې د ترکیب معنی لري. د فوتوسنتیز پروسه هغه ده چې نباتات له اوبو او کاربن ډای اکسایډ څخه د لمر د رڼا او کلوروفیل په شتون کې ګلوکوز او اکسیجن تولیدوي. په لنډ ډول، د فوتوسنتیز پروسه د رڼا انرژي په کیمیاوي انرژي بدلول او د هغې ذخیره کول دي.
د فوتوسنتز پروسې اړوند دا ویډیو انیمیشن وګورئ.
د فوتوسنتیز کیمیاوي معادله په لاندې ډول ده:د لمر انرژي په کیمیاوي انرژي د کلوروفیل په واسطه بدلیږي.
په دې ویډیو کې تاسو کولی شئ د فوتوسنتیز پروسه په عملي ډول وګورئ، چې په ساده طریقه او د ساده چاپیریالي موادو او وسایلو په کارولو سره ترسره شوې ده.
کلوروفیل (Chlorophyll) : کلوروفیل د شنو رنګو وړو ذراتو (پګمنټ) څخه جوړ شوی دی چې په کلوروپلاست کې شتون لري. کلوروفیل د لمر انرژي جذبوي او په ګلوکوز یې بدلوي. کلوروفیل د نباتاتو د خوړو موادو جوړولو دنده لري.
کلوروپلاست (Chloroplast) : په نباتاتو کې د فوتوسنتیز پروسه په کلوروپلاست کې ترسره کیږي. کلوروپلاست یو ډول پلاستید دی چې ګردي یا هګۍ په شان جوړښت لري. کلوروپلاستونه د شین رنګ له امله د نورو پلاستیدونو څخه توپیر لري، او دا شین رنګ د دوو رنګدانو په واسطه منځ ته راځي چې کلوروفایل “a” او کلوروفایل “b” نومیږي. د دې رنګدانو دنده د رڼا انرژي جذبول دي.
د کلوروپلاست داخلي برخه په دوه برخو وېشل شوې ده:
د فوتوسنتیز پروسه دوه مرحلې لري:
روښانه تعامل:
په دې تعامل کې، د لمر انرژي جذب او په کیمیاوي انرژي بدلیږي. د دې تعامل په جریان کې اوبه چې په کلوروپلاست کې موجودې دي، په هایدروجن او اکسیجن باندې تجزیه کیږي. دې تجزیې ته فوتولیسس (Photolysis) ویل کیږي.
روښانه تعامل په ګرونا (Grana) کې ترسره کیږي. لاندې معادله روښانه تعامل ښیي.
د دې تعامل په جریان کې ترلاسه شوي هایدروجن په تیاره تعامل کې په کاربوهایډریټ بدلیږي، او اکسیجن د اضافي مادې په توګه پاتې کیږي.
تیاره تعامل (Dark Reaction) : د فوتوسنتیز دویمه مرحله تیاره تعامل دی چې روښنایي ته اړتیا نلري. په دې مرحله کې، ترلاسه شوې کیمیاوي انرژي، کاربن ډای اکساید او هایدروجن په کاربوهایډریټ او اوبو بدليږي.
تیاره تعامل په کلوروپلاست کې په ستروما (Stroma) کې ترسره کیږي. لاندې معادله تیاره تعامل ښیي.
د روښانه تعامل او تیاره تعامل ترمنځ توپیر
روښانه تعامل د فوتوسنتیز لومړۍ مرحله ده، چې د لمر د انرژي جذبولو لپاره کارول کیږي ترڅو ATP او NADPH تولید کړي.
تیاره تعامل د فوتوسنتیز دویمه مرحله ده، چې د ATP او NADPH انرژي څخه د ګلوکوز د تولید لپاره کار اخلي.
ATP (Adenosine Triphosphate) : ادینوزین ترای فاسفیت
NADP (Nicotinamide Adenine Dinucleotide): نیکوتین اماید ادنین دی نوکلوئید فاسفیت