دا ډول فزیکي ځانګړتیاوې د مادې په مقدار او اندازه پورې تړاو لري، چې د مادې په مقدار کې د بدلون سره بدلېږي. لکه: حجم، کتله، وزن، اوږدوالی، انرژي، د ذراتو شمېر، د حرارت ظرفیت، انتالپي، انتروپي، د ګیبس انرژي د مادې د مقداري ځانګړتیاوو له جملې څخه دي.
لاندې د موادو د مقداري ځانګړتیاوو ځینې تشریح کوو:
حجم (Volume): هغه اندازه د ځای چې یو جسم یې نیسي، د جسم حجم بلل کېږي. د حجم د اندازه کولو نړیوال واحد متر مکعب (m³) دی. یو متر مکعب (m³) د یو متر (m) په اړخونو سره د مکعب حجم سره برابر دی. د حجم د اندازه کولو لپاره نور واحدونه هم کارول کېږي، لکه: سانتي متر مکعب او سي سي، چې یو سانتي متر مکعب (cm³) یا سي سي (cc) د یو سانتي متر په اړخونو سره د مکعب حجم سره برابر دی. خو د مایعاتو لپاره تر ټولو معمول واحدونه لیتر (L) او ملي لیتر (mL) دي، سربېره پر دې نور واحدونه لکه ګیلن، بیرل… هم شته.
وزن(Weight): وزن یو وکتوري کمیت دی چې د جسم د ځمکې له سطحې د ارتفاع تابع وي، داسې چې د جسم له سطحې د لرې کېدو سره وزن کمېږي او د ځمکې مرکز ته د نږدې کېدو سره زیاتېږي. په بله وینا، وزن د جسم د کتلې د ځمکې د جاذبې قوې په تعجیل سره د ضرب حاصل په توګه بیانېږي، او د دې د اندازه کولو واحد نیوټن (N) دی.
د لاندې رابطې په اساس کولای شو د یو جسم وزن محاسبه کړو.
w = m×g
w = د جسم وزن
m = د جسم د کتلې
g = د ځمکې د جاذبې قوې په تعجیل
په دې ویډیو-انیمیشن کې د ځمکې د جاذبې قوې په اړه توضیحات ورکړل شوي دي.
د وزن او کتلې ترمنځ توپیر:
کتله(Mass): د یو جسم کې د موجودې مادې مقدار ته ویل کېږي. د کتلې لپاره نړیوال واحد کیلوګرام (Kg) دی. کتله د مادې یو ذاتي خاصیت دی او په نړۍ کې په هر ځای کې ثابت پاتې کېږي.
وزن (Weight): وزن د جسم له موقعیت او د ځمکې د جاذبې قوې پورې تړاو لري او په مختلفو ځایونو کې متفاوت وي. د وزن د اندازه کولو واحد نیوټن (N) دی، او د جسم وزن د نیوټن متر یا قوې سنج په وسیله اندازه کېږي.
په دې ویډیو کې د وزن او کتلې د توپیر په اړه د عملي فعالیت له لارې توضیحات ورکړل شوي دي.
په دې ویډیو کې د کتلې او حجم د مفاهیمو په اړه د عملي فعالیت له لارې توضیحات ورکړل شوي دي.
د مادې درې حالتونه (جامد، مایع، او ګاز)
د حرارت اغېز په مادې د حجم باندې (The effect of heat on the volume of matter)
تبخیر(Evaporation): هغه پروسه ده چې په ترڅ کې یې مایع په بخار بدلېږي او دا عمل عموماً د مایع په سطحه ترسره کېږي او انرژي ته اړتیا لري. تبخیر هغه وخت ترسره کېږي چې د مایع د سطحې مالیکولونه کافي انرژي ولري چې د منځ المالیکولي جاذبې قوې ته غلبه وکړي او د مایع سطحه پرېږدي. د چاپېریال حرارت، د مایع سطحه، د هوا فشار، نسبي رطوبت، او د هوا جریان په تبخیر د اغېز سرعت اغېزه لري. همدارنګه، تبخیر د اوبو د دوران یوه مرحله ده. د تبخیر ښه مثالونه د جامو وچه کېدل، خوله کول، او نور دي.
هغه بهیر چې په ترڅ کې یې بخار په مایع بدلېږي. دا هغه وخت ترسره کېږي چې بخارونه یخ شي او خپله حرارتي انرژي له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې د مالیکولونو ترمنځ واټن لږېږي او د مایع رامنځته کوي. تراکم د تبخیر معکوس پروسه ده. تراکم همدارنګه د اوبو د دوران یوه مرحله ده.
په لاندې ویډیو کې مواد د تراکم د قابلیت له مخې د دریو فزیکي حالتونو کې پرتله شوي، او تاسو کولای شئ دا فعالیت له خپلو زده کوونکو سره ترسره کړئ.