
د ماشومانو لپاره د مورنۍ ژبې زدهکړه یوازې د شاوخوا خلکو سره د اړیکې نیولو وسیله نه ده، بلکې د هغوی د پرمختګ په بېلابېلو برخو ژور اغېزه لري. له کلتوري پلوه، مورنی ژبه د یو ملت د ارزښتونو، دودونو او تاریخ ښکارونکې ده. د هغې زدهکړه ماشومان له خپلو کلتوري ریښو سره بلدوي او د هویت احساس په هغوی کې پیاوړی کوي.
څېړنو ښودلې چې هغه ماشومان چې خپله مورنۍ ژبه په ښه ډول زده کړي، د نورو ژبو په زدهکړه کې هم ډېر بریالي وي. مورنۍ ژبه د ماشومانو د فکر او استدلال بنسټ جوړوي او ورسره مرسته کوي چې پېچلي مفاهیم په ښه ډول درک کړي. د مورني ژبې زدهکړه، د ماشومانو د انتقادي تفکر او خلاقیت وړتیاوې هم پیاوړې کوي.
له ټولنیز او عاطفي اړخه، مورنۍ ژبه د کورنۍ او ټولنې سره د اړیکې اصلي وسیله ده. د هغې زدهکړه ماشومانو ته توان ورکوي چې خپلې اړتیاوې او احساسات په سمه توګه څرګند کړي او له نورو سره اغېزمن اړيکې ټینګي کړي.
خلاصه توګه ویلای شو، چې مورنۍ ژبه د نورو درسي مضمونونو د زدهکړې لپاره قوي بنسټ برابروي. د دې لپاره چې قدرمن ماشومان یا زده کوونکي وکولای شي په ښه او آسانه توګه د پښتو توري ولولي، ولیکي او په سمه توګه یې ووایي، موږ دلته د قدرمنو ښوونکو لپاره بېلابېل مواد او درسونه چمتو کړي دي. دا مواد به د هغوی سره په تدریس کې مرسته وکړي او ماشومانو ته به د پښتو د تورو زدهکړه لا اسانه کړي.
په دې لوست کې تاسو کولای شئ لاندې موضوعات مطالعه او اړوند مرستندویه مواد ډاونلوډ کړئ:
- د پښتو الفبا عمومي پېژندنه
- د پښتو الفبا د عمومی پیژندنې اړوند تمرینونه
- د پښتو الفبا د تورو زدهکړه
- د الفبا تدریس او اړوند تعلیمي فعالیتونه
- د پښتو الفبا اړوند تمرینونه
- د پښتو الفبا د زدهکړې لپاره مرستندویه درسي مواد
- د الفبا د پیژندنې او تدریس اړوند عمومی تمرین
هر وخت چې د دې درس یا نورو درسونو په اړه پوښتنه لرئ، دلته د نظریاتو او افکارو د تبادلې لینک باندې کلیک وکړئ.
Curriculum
- 1 Section
- 7 Lessons
- Lifetime
- د پښتو د اﻟﻔﺒﯥ ﺗﻮري7