الفبا څه شی دی؟
الفبا د تورو یو مجموعه ده چې د لیکلو او لوستلو لپاره کارول کېږي. د تورو په یوځای کولو سره کلمې جوړېږي. د پښتو الفبا د ۴۴ تورو څخه جوړه شوې ده.
د دی لپاره چه زده کوونکی د پښتو الفبا توری په عمومی توګه ښه زده کری مونژ د بیلابیلا وسیلو سخه ګته اخیستلی شو لکه د پښتو الفبا جدول، د پښتو الفبا ترانه او د پیژنی کارت.
په لاندې ویدوګانو که بیلابیل میتودونه په مفصل توګه تشریح شوی.
په لاندې ویډیو کې موږ د پښتو ژبې الفبا د پښتو انځور لړونکی جدول په مرسته معرفي کړې ده.
په لاندې ویډیو کې موږ د پښتو ژبې الفبا د ترانې او پېژندنې په مرسته معرفي کړې ده.
یادونه: په پښتو ژبه کې ۱۲ ځانګړي توري شته چې په دري او عربي ژبو کې نه پیدا کېږي. دا توري عبارت دي له:
ټ، څ، ځ، ډ، ړ، ږ، ښ، ڼ، ي، ئ، ۍ، ې
تاسو کولای شئ د لاندې ویډیو په لیدلو سره بشپړ تشریحات هم وګورئ.
د پښتو ژبې الفبا بېلابېلې ځانګړتياوې لري؛ لکه نقطه لرونکي توري، بېنقطه توري، پندګ لرونکي توري، همزه لرونکي توري، مد لرونکي توري او لکی لرونکي توري. دغه ځانګړتیاوې د تورو غږ او کله ناکله د کلمو د مانا د بدلون سبب ګرځي.
د دې لپاره چې د پښتو تورو ځانګړتیاوې په سمه توګه درک کړو، موږ د پښتو الفبا د تورو ځانګړتیاوې په څلورو برخو وېشلي دي.
۱. نقطه لرونکي توري
نقطه لرونکي توري هغه توري دي چې یو یا څو نقطي لري. د لاندې تورو په څېر :
ب، پ، ت، ث، ج، چ، څ، خ، ذ، ز، ژ، ږ، ش، ښ، ض، ظ، غ، ف، ق، ن، ي، ې
۲. بېنقطه توري
بېنقطه توري هغه توري دي چې نقطه نه لري. د لاندې تورو په څېر:
ا، ح، د، ر، س، ص، ط، ع، ک، ګ، ل، م، و، ه، ی
۳. پنډک لرونکي توري
پنډک لرونکي توري هغه توري دي چې پنډک لري. د دغو تورو شمېر ۵ دانې دی. له دغو پنځو تورو څخه ۲ توري نقطه لري او ۳ توري نقطه نه لري. د لاندې تورو په څېر:
۱. نقطې لرونکي او پنډک لرونکي توري: ټ، ڼ
۲. بېنقطې پنډک لرونکي توري: ډ، ړ، ګ
۴. سایر توري
په دې کتګورۍ کې هغه توري راځي چې په پورته درېیو ډلو کې نه شاملېږي. د دغو تورو شمېر ۴ دانې دی. د لاندې تورو په څېر:
تاسو کولای شئ د لاندې ویډیو په لیدلو سره بشپړ تشریحات هم وګورئ.
منفصل توري
دا هغه توري دي چې اکثرا مستقل یا تنها لیکل کېږي که وصل شکل هم ولیکل شی صرف خپل راسته خوا تورو سره وصل کېږي د لاندې تورو په څېر:
آ، ا، د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، و
متصل توري
هغه توري دي چې په سر، منځ او پای کې له دواړو خواوو سره نښلي، د لاندې تورو په څېر:
ب، پ، ت، ټ، ث، ج، چ، ح، خ، څ، ځ، س، ش، ښ، ص، ض، ط، ظ، ع، غ، ف، ق، ک، ګ، ل، م، ن، ڼ، ه، ی، ي، ې، ۍ، ئ
لاندې جدول د منفصل او متصل تورو د لیکلو بڼې په سر، منځ او پای کې ښيي.
د پښتو ژبې د تورو غږونه (صامتونه او مصوتونه)
د پښتو الفبا د غږونو له مخې په دوه برخو وېشل کېږي: صامتونه (غږ نلرونکی توري) او مصوتونه (غږ لرونکی توري)
1.1. صامتونه
صامتونه هغه غږونه دي چې د هغوی د ادا کولو پر مهال د خولې په لاره کې د هوا بهیر د شونډو، غاښونو او ژبې له خوا له خنډ سره مخ کېږي. په پښتو ژبه کې ۳۳ صامتونه شته.
صامتونه یوازې د مصوتونو په مرسته تلفظ کېدای شي؛ یعنې یوازې نه شي ویل کېدای. دا لاندی توري دي.
ب، پ، ت، ټ، ث، ج، چ، څ، ح، خ، ځ، د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، س، ش، ښ، ص، ض، ط، ظ، ع،غ، ف، ق، ک، ګ، ل، م، ن، ڼ.
په لاندې دوو ویډیو کې صامت توري په بشپره توګه تشریح شوې دي.
2.2. مصوتونه
مصوتونه هغه توري یا غژونه دي چې د هغوی د ادا کولو پر مهال د هوا بهیر پرته له کوم خنډ څخه د خولې له لارې تېرېږي. دا غژونه په دوه برخو ویشل شوي، لنډ او اوږده مصوتونه.
لنډ مصوتونه
دا هغه غژونه دي چې د زور، زیر او پېش په بڼه څرګندېږي:
ــَـ، ــِــ، ــُـ
دا زور، زیر او پیش په لیکدود کې نه لیکل کېږي، خو په تلفظ کې مهم رول لري.
مثالونه:
قَلَم ← قلم کِتاب ← کتاب
اوږده مصوتونه
اوږده مصوتونه د لاندې حروفو په وسیله ښودل کېږي:
ا، و، ی، ي، ئ، ۍ
په لاندې ویډیو کې مصوتونه په بشپره توګه تشریح شوې دي.