د الفبا د تدریس موخه څه ده؟
پېژندنه او تشخیص د پښتو الفبا توري: د تورو د بېلابېلو لیکدودي بڼو پېژندنه په کلمو کې، د مصوتونو او صامتونو پېژندنه، نقطه لرونکي او بېنقطه توري، نښلول کېدونکي او جلا توري.
د تورو لوستل او لیکل زدهکول: د تورو لوستل، لیکل، د تورو املا او د تورو پېژندنه په کلمو کې.
د تورو د بڼو زده کړه په کلمو کې: د تورو د ابتدا، منځ او پای بڼې زده کول او د شاګردانو له خوا د کلمو لیکل.
د تورو د غږ او سم تلفظ زدهکول: د مصوتونو او صامتونو پېژندنه، د تورو غږونه، د تورو جلا تلفظ او د ترکیبونو سم تلفظ.
په زدهکړه کې د علاقې او هڅونې رامنځته کول: د لوبو، عملي فعالیتونو، د شاګردانو تمثیل، مقایسوي او ډلهییزو فعالیتونو له لارې.
د تورو د لوستلو او لیکلو تمرین: د انفرادي او ډلهییزو فعالیتونو ترسره کول، په ساده کلمو کې د تورو لوستل، په کلمو، جملو او متنونو کې د ځانګړو تورو موندل، ساده کلمې لیکل لکه د شاګردانو نومونه، د همصنفيانو نومونه او هغه شیان چې په ټولګي او شاوخوا کې وي.
ښوونیز مواد او سرچینې د الفبا د تدریس لپاره
۱. د تورو د لیکلو د زدهکړې لپاره چمتو شوی فعالیتونه
د تورو د لیکلو د اسانتیا لپاره که زده کوونکي په پیل کې توري د نقطو له مخې ولیکي، نو لیکل ورته اسانه کېږي او نه ستړي کېږي. توري په نقطهیي بڼه چمتو شی او زدهکوونکي یې له مخې بیا ولیکي. دا فعالیتونه ښه ده چه انفرادي ترسره شي، ځکه موخه د تورو لیکل زدهکول ده.
۲. د پښتو الفبا تورو جدول له کلمو او انځورونو سره
د انځور لرونکو جدولونو کارول او د ټولګي په دیوالونو کې یې لګول د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې بهیر آسانه کوي. د جدولونو لیدل د شاګردانو لیدیزه حافظه پیاوړې کوي. لکه کله چې شاګرد د (د) توری ویني او درمل انځور ورسره وي، نو وروسته هم هماغه کلمه ورته په آسانی په یاد راځي.
تاسو کولای شئ لاندې د الفبا جدول د کلمو او انځورونو سره وګورئ او ډاونلوډ یې کړئ.
۳. فلش کارتونه له کلمو او انځورونو سره
د انځورونو او کلمو لرونکي فلشکارتونه د کلمو زدهکړه، د شیانو پېژندنه او د تورو د بڼو پېژندنه آسانه او خوږه کوي. معلم کولای شي د دې کارتونو د کارولو ډول وټاکي، لکه:
د بېلګې په توګه، د ب او پ د لوست پر مهال، د زدهکوونکو د علاقې د زیاتولو لپاره لومړی انځورونه شاګردانو ته ښودل کېږي. وروسته ترې پوښتنه کېږي چې څه ویني، بیا کارت په تخته لګېږي او کلمه لیکل کېږي. په دې ډول شاګردان په یو وخت کې له تورو، کلمو او انځورونو سره کار کوي، چې د زدهکړې پروسه چټکه او په زړه پورې کوي.
تاسو کولای شئ لاندې د کلمو او انځورونو فلش کارتونه وګورئ او ډاونلوډیې کړئ.
۴. د الفبا تورو فلش کارتونه
دا ډول فلشکارتونه یوازې یو مخ لري او د تکرار لپاره ډېر ګټور دي. معلم کولای شي په اسانۍ سره پوه شي چې زدهکوونکی کوم تورې پېژني او کوم تورې نه پېژني. د درس په پیل کې د فعالیت لپاره ډېر مناسب دي، ځکه د زدهکوونکو علاقه او توجه زیاتوي.
تاسو کولای شئ لاندې د تورو فلشکارتونه وګورئ او ډاونلوډیې کړئ: