د پښتو ژبی الفبا د تدریس د اسانتیا لپاره لاندې یو لړ تعلیمي فعالیتونه وړاندیز کېږي. د دې فعالیتونو تر څنګ، تاسو کولای شئ د الفبا اړوند نورې ویډیوګانې هم وګورئ او له هغو څخه ګټه واخلئ.
۱. د تورو لیکل پر تختی باندی
د الفبا د تدریس لپاره ډېرې لارې شته، خو تر ټولو ساده لاره دا ده چې معلم توري په تخته ولیکي. قدرمن ښوونکی مربوطه توری پر تختی باندی ولیکي، ولولي بیا له زدهکوونکو څخه وغواړي چې ورپسې تکرار یې کړي. وروسته له دې چې زده کوونکو توري ولوستل، قدرمن ښوونکي له هغوی غواړي چې توري په خپلو کتابچو کې ولیکي.
۲. ډلهییز یا ګروپی فعالیتونه
په ډلهییزو یا ګروپی فعالیتونو کې زدهکوونکي په څلور یا شپږ کسیزو ډلو وېشل کېږي. په هره ډله کې د شاګردانو د وړتیاوو او توپیرونو په پام کې نیول د زده کړې لپاره ډېر مهم دي.
بېلګې په توګه، د دې لپاره چې زدهکوونکي د د او ذ توري په کلمو کې وپېژني او یو ګروپي فعالیت ترسره کوو، لومړی خپل ټولګی په څلور کسیزو ګروپونو وېشو (یا هر څومره چې ستاسو خوښه وي، د ټولګي د زدهکوونکو د شمېر له مخې).
وروسته موږ څو داسې کلمې زدهکوونکو ته ورکوو چې په هغو کې د د او ذ توري موجود وي. که د کلمو ترڅنګ انځور هم ورسره وي، لا ښه ده، ځکه زدهکوونکي د انځور له لارې کلمه ښه پېژني.
بیا له زدهکوونکو غوښتنه کوو چې د ورکړل شوو کلمو په کې د د، ډ او ذ توري پیدا کړي. تاسو کولای شئ لاندې ډول انځورونه یا شکلونه ورته چمتو کړئ چې کلمې د انځورونو سره یو ځای ښکاره شوي وي.
۳. انفرادي مرسته
چې په ټولګي کې داسې زده کوونکي وي چې د لوستلو او لیکلو مهارتونه یې د نورو په پرتله کمزوري وي، معلم کولای شي د درس په پای کې یا هغه وخت چې نور زده کوونکي په فعالیتونو بوخت وي، له کمزورو زده کوونکو سره انفرادي کار وکړي. د بېلګې په توګه، که زده کوونکی د کوم جدول په ډکولو کې ستونزه ولري، معلم یې په انفرادي ډول رهنمایي کوي.
۴. د زدهکوونکو پېژندلو کارت جوړول
ښوونکو! که امکانات ولرئ، ښه ده چې زدهکوونکو ته پېژندپاڼې (شناخت کارتونه) جوړ کړئ. په دې کارتونو کې یوازې د زدهکوونکي انځور او نوم بسنه کوي.
په ټولګي کې د یوې برخې په دیوال کې یو تناب نصب کړئ، او کله چې زدهکوونکي ټولګي ته راځي، له هغوی وغواړئ چې خپل کارت پیدا کړي او په رسی باندې یې ونښلوي.
د دې کار ګټې دا دي چې زدهکوونکي په غیرمستقیم ډول له خپلو تورو او نومونو سره بلد کېږي. سربېره پر دې، شناخت کارتونه موږ سره په ګڼو نورو فعالیتونو کې هم مرسته کوي، لکه :د زدهکوونکو د نومونو لومړی توری پېژندل، د زدهکوونکو نومونه د لومړي توري له مخې تنظیمول، نومونه د دې له مخې وېشل چې لومړی توری یې مفصل دی که منفصل، د زدهکوونکو د نومونو د تورو شمېرلو فعالیت، د درس د پیل لپاره د معرفي کولو په برخه کې کارول او ګڼ نور ښوونیز فعالیتونه چې د زدهکوونکو د لیک لوست په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
۵. د نومونو د لومړي توري فعالیت
قدرمنو ښوونکي! د ځینو تورو د معرفي کولو په برخه کې کولای شئ د زدهکوونکو یو شمېر نومونه په تخته ولیکئ او بیا زدهکوونکو ته تشریح ورکړئ چې دا نومونه په کوم توري پیلېږي.
په دې فعالیت سره زدهکوونکي پوهېږي چې د دوی د نوم لومړی توری کوم دی، او د الفبا اهمیت نور هم ښه درک کوي.
مثلاً د م د لوست لپاره کولای شو هغه زدهکوونکي چې نومونه یې په دې توري پیلېږي، په تخته ولیکو؛ لکه: میلاد، محمد، منان، مبین او مطیع. وروسته زدهکوونکو ته وایو چې دا ټول نومونه په م توري پیلېږي.
۶. د تورو د غږونو لوبه
په دې فعالیت کې قدرمن ښوونکی د کلمو نومونه اخلي او بیا له زدهکوونکو غواړي چې د کلمې لومړي غږ ته پام وکړي، دا وګوري چې کوم غږ اوري او دا غږ د کوم توري سره تړاو لري.
د بېلګې په توګه: معلم د ب غږ د پېژندلو لپاره د بڼ کلمه په ډېر ورو غږ سره زدهکوونکو ته وايي. وروسته له زدهکوونکو پوښتنه کوي چې:
زدهکوونکي به ځواب ورکړي چې دوی د ب غږ اوري، او دا غږ د ب توري پورې تړاو لري.
د دې فعالیت ګټه: دا تمرین د زدهکوونکو د غږ پېژندنې، اورېدنې، او د تورو د تشخیص مهارت پیاوړی کوي.
۷. په متن کې د تورو پیدا کول
دا فعالیت انفرادي یا ډلهییز ترسره کېدای شي. معلم یو ساده متن یا یوه لنډه ترانه زده کوونکو ته ورکري او له زده کوونکو وغواري چې په هغه ترانه کې یو یا دوه ټاکلي توري پیدا کړي او رنګ یې کړي. دا کار زده کوونکو سره مرسته کوي چې توري په کلمو کې ښه وپېژني او له نوو کلمو سره بلد شي.
۸. د الفبا تدریس د ترانې په بڼه
ښوونکی کولای شي توري د ترانې په بڼه شاګردانو ته ور زدهکړي. یا د هر توري لپاره څو کلمې له انځورونو سره پیدا کړي او د ترانې په ډول یې وړاندې کړي. دا طریقه د شاګردانو لپاره ډېره زړهراښکونکې ده.
د الفبا د ترانې یوه بېلګه کولای شئ د لاندې لینک له لارې په یوتیوب کې وګورئ.
په لنډه توګه ویلای شو، کله چې زدهکوونکو ته د ګډون زیات فرصت ورکړل شي، په عملي فعالیتونو کې برخه ورکړل شي، د فعالیتونو د ترسره کولو مناسبې لارې وټاکل شي، د فعالیتونو ترتیب په سمه توګه تنظیم شي، او معلم په نرمه لهجه او ښه چلند سره درس وړاندې کړي، نو زدهکوونکي د درس او فعالیتونو څخه خوند اخلي او لوست بېسترسه توګه زدهکوي.
د فعالیتونو په پای کې قدرمن ښوونکی باید د زدهکوونکو ستاینه وکړي؛ که فعالیت یې په بشپړ ډول ترسره کړی وي، نو هڅونه یې وکړي، او که زدهکوونکو کومه ستونزه لرله، په مهربانۍ ورسره مرسته وکړي.
لاندې تاسو کولای شئ د الفبا تورو اړوند تعلیمي ویډیوګانې له الف نه تر ی پورې وګورئ
د (آ، ا) تورو تدریس
د (ب، پ ، ت، ټ، ث) تورو تدریس
د (ج، چ، ح، خ، څ، ځ ) تورو تدریس
د (د، ډ، ذ) تورو تدریس
د (ر، ړ، ز ، ژ، ږ) تورو تدریس
د (س ، ش ، ښ) تورو تدریس
د (ص، ض) تورو تدریس
د (ط، ظ) تورو تدریس
د (ع، غ) تورو تدریس
د (ف ، ق) تورو تدریس
د (ک، ګ، گ) تورو تدریس
د (ل ، م ، ن ، ڼ) تورو تدریس
د (و،ه) تورو تدریس
د پښتو یاګانو تدریس (لومړۍ برخه)
د پښتو یاګانو تدریس (دوهمه برخه)